د هکمتیار په شتمنۍ لګیدلي بندیزونه لرې شول

ترکۍ ورځپاڼه حريت چې په انگريزۍ ژبه خپرونې کوي، وايي د ترکيې حکومت د گلبدين حکمتيار پر شتمنۍ لگېدلي بنديزونه لرې کړي دي.
ترکي چارواکو ويلي د حکمتيار د شتمنۍ د کنگلولو پرېکړه ځکه بېرته اخيستل شوې چې اوس يې نوم د ملگرو ملتونو د بنديزونو په نوملړ کې نشته. سرچینه وايي، چې ترکیه د افغانستان د سولې او پخلاینې له پروسې هر کلی کوي او په دې برخه کې مرستو ته تیاره ده.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ګلبدین حکمتیار نوم له تور لیست لرې کړ، خو لا هم د رسنیو د راپور له مخې د فرانسې هېواد په تور لیست کې د ګلبدین حکمتیار نوم شامل دی.
خو ګلبدین حکمتیار بیا تېره ورځ په ننګرهار کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال په تور لیست کې د خپل نوم موجودیت یا نه موجودیت غیر مهم وباله او زیاته یې کړه، خوښ دی چې د افغانانو په منځ کې ژوند کوي او ددوی ملاتړ ورسره دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.