د هیواد امنیتي حالات او د نظامي رهبرانو تازه مصروفیتونه،

معصوم ستانکزیلومړی خو باید په ډیر تأسف سره اعتراف وکړل شي چې د هیواد جنګې حالاتو او د دفاع وزارت د رهبري کړنو ته په کتو، او د نظامي اوضاع په مقایسي سره د دفاع وزارت لپاره په معصوم ستانکزي د ولسمشر غني لخوا اعتبار یوه اشتباه وه او ده. معصوم ستانکزی لکه څنګه چې یې فکر کیدل دومره ښه مدیر ندی، قاطع ندی، بیطرفه ندی، او په دې روحیه دغه مهم وزارت ته ندی راغلی چې اصلاحات راولي، جنګ په صادقانه ډول مدیریت کړې، او دا وزارت په واقیعي ډول سره دملت د غوښتنو سره سم په یوه ملي او دفاعي وزارت بدل کړي.

معصوم ستانکزي باندې ولسمشر غني اعتبار وکړل ځکه هغه فکر کول چې دا کس زما خپل د خبري او اعتبار کس دی او دی (ولسمشر غني) به وکولای شي چې  د طرحې او پلان سره سم اصلاحات په دغه وزارت کې په تدریجي ډول سره عملي کړي. دوهم دلیل د اعتبار یې داو چې ولسمشر غني فکر کول معصوم ستانکزی د ټلوالي د ډلی فکري مخالف دی او په دې ډول به هغه وکولای شي چې له دغه مهم ملي دفاعي وزارت څخه د ټلوالي د فساد لمن د ولسمشر غني د اصلاحاتي پروګرام سره سم ورټوله کړې.

اوله خبره خو داده چې متأسفانه د حکومت دننه سیاسي اختلافات او د سیاسي او شخصي سلیقو پالل زمونږ په هیواد کې میراثي دې. یو څه زمونږ د تاریخ، کلتور، او سیاسي شالید برخه هم ده. یعني تقریباً له هره حکومته، له هري واکمني سیاسي ډلي، او هر رهبر څخه واک ته تر رسیدو وروسته اصلي اجنډا او مسئولیت چې ښه حکومتولي او ولس ته خدمت ده پاته کیږي او د خپلي انرژي یوه زیاته فیصدي په داخلي سیاې توطیو جوړولو او شنډولو مصرفوي.

د مهمو امنیتي ارګانونو په شمول بیا تر بل هر وزارت او اداري پوري، د بشري او مالي منابعو یو زیاته برخه د سیاسي توطیو او تبلیغاتو په توګه مصرفیدل. د کورنیو چارو او دفاع  وزارتونو د مالي او بشري منابعو یوه زیاته برخه په همدې ترتیب د ولس په ځای د شخصي او سیاسي سلیقو د پاللو په خاطر د افرادو په خدمت کې قرار لرل او متأسفانه لري یې.

ځکه نو په حکومت کې دننه د سیاسي ډلو، مشرانو او رهبرانو ترمنځ ، خصوصاً په امنیتي برخه کې د همغږي، واحد فکر او مشترکو ګټو ته درناوې نه شتون لویه فاجعه ده او ددې فاجعي یوه ناوړه پایله داده چې له مسئولینو څخه اصلي دنده پاته کیږي او له خپل مسئولتیت او موقف څخه په استفادې یا خو د توطیو په جوړولو او یا هم شنډولو کې بوخت پاته کیږي.

اوس په اصلي موضوع غږیږو چې د معصوم ستانکزی ولي د دفاع وزارت د مقام له موقف څخه د سیاسي توطیو د جوړولو ناوړه ګټه پورته کوې، او اصلي هدف او دنده چې د جنګ مدیریت، د سرتیرو مورال لوړ ساتل، اکمالات کول، د مرستو جلبول، په وزارت کې د پراخ فساد سره مبارزه، د کدرونو پیژندل او ځای په ځای کول، د تدارکاتو پروسه ګړندئ کول، د جلب او جذب هڅي تیزول، د هیواد په کچه  د ولایتونو، ولسوالیو د ممکنه سقوط مخنیوی، او نور چاري دې تري پاته دې، او دی لګیا دی په سیاسي جوړجاړي یې ځان مصروف کړی دی.

سیاسي جوړ جاړی څه مانا؟

معصوم ستانکزي باندې ولسمشر غني د تیري اداري د نورو ټولو خلکو له منځه باور وکړل چې د دفاع وزارت د درندې، له مسئولیته ډکې، او پرکاره دندې لپاره وړ کس دی. ځکه غني په دې فکر و او دی چې که په پنځه کاله کې یې د دریو امنیتي ارګانونو څخه ایله دا یو وزارت هم ملي کړل نو بویه چې ستر کار شوی. خو معصوم ستانکزی لګیا دی د دفاع وزارت اصلي دندې تري پاته دې او د حامد کرزي او ولسمشر غني تر منځ یې د سیاسي جوړ جاړي په نوم په یوه سیاسي معامله کار پیل کړی.

معصوم ستانکزی هڅه کوې چې ولسمشر غني دې له ښاغلي  کرزي سره سیاسي جوړ جاړی وکړې. پدې تر تیب سره به تر ټولو لومړی کار دا وشي چې ستانکزی به د دفاع وزارت په څوکئ چې اوس یې سرپرست دی وزیر شي او تر اخیره پاته شي. او دوهمه دا چې کرزي او له کرزي سره تړلي په سلګونو د حکومت سیاسي مخالفین به د غني د حکومت له تخریب څخه لاس واخلي.

یعني ولسمشر غني به د ښاغلي کرزي په خوښه وزیران، والیان، سفیران مقرر کړې، معینیتونه او نور اداري به د کرزي د کسانو لپاره مختص کړې او په بدل کې به کرزی هڅه وکړې چې د پارلماني ټاکنو مخه ونیسي. کرزي وعده ورکړې چې په بل ځل ټاکنو کې به هم ته (ولسمشر غني) زمونږ نوماند وې او یا که نوماند نه وې نو د قدرت د ویش یو مخکښ شریک به یې. ولسمشر غني ته دا وعده هم ورکړل شوې چې د کرزي په مرسته به په بل ځل ولسمشریزو ټاکنو کې  د ښاغلي حنیف اتمر ممکنه کاندیداتوري هم ضعیفه کړل شي.

د ښاغلي حامد کرزي او د هغه د ټیم کاندید بل ځل عمر داودزی دی. عمر داودزي ته باید ډیر کار وشي تر څو ملت او نړیوال قدرتونه د هغه په منلو قانع شي. د ملت د منلو هڅي له همدې ځایه پیلیږي چې غني له کرزي سره د یوې معاملي په ترڅ کې جوړ کړل شي تر څو کرزي او ټیم یې د غني له تخریبه او غني او ټیم یې په راتلونکو ټاکنو کې د کرزي له کاندیده او یا هم له یوه بل متفق علیه کاندید څخه ملاتړ وکړي.

ددغې سیاسي معاملي بله مهمه مهره حاجې دین محمد چې هم د کرزي کس دی او فلحال د ولسمشر غني ستر سلاکار هم دی. حاجې دین محمد هم په ډیره څالاکې سره په دغه معامله کې یو مهم طرف دی. دریم کس هم اکرم خپلواک دی.

عجیبه خو داده چې معصوم ستانکزی د بغلان له حاله نا خبره دی. په حساب دوه سوه طالبان هلته نشته خو د دریو زرو روزل شویو سرتیرو د یوې میاشتي عملیاتو نتیجه لا هم نده معلومه. د برق دوه پایي او څو کیلو متره ساحله لا هم نده تصفیه شوې. د هلمند سنګین، باباجې او موسی کلا کې هره ورځ تر دیرشو زیات تلفات لرو.

ددې ټولو مدیریت مهم دی، د اردو منظمول، روحیه ورکول، مکافات او مجازات مهم دې او که د کرزي د فرمایشونو پوره کول؟ او یا هم د غني د خوبونو ریښتیا کیدل؟

که خبره د مسئولیت شي نو ټولې ستراتیژیکې نظامې ناستي، د مرستو جلب، د هوایې ځواک تقویه، د امنیتي ستراتیژي او پلانونو ترتیب، د روان جنګ مدیریت، او په سیمه کې د جنګ په روانه نوې پدلیدونکې لوبه کې د افغانستان په ګټه د حالاتو استفاده کول باید د دفاع وزیر ته ور له غاړي وای.

دا کارونه  که ټول نه وې خو یوه زیاته برخه یې باید د دفاع وزیر معصوم ستانکزی وکړې، د بهرنیو هیوادونو له نماینده ګانو، سفیرانو سره ملاقاتونه باید د بهرنیو چارو وزیر تر سره کولای. خو نه داسي ندې شوې او نه کیږي. ددې دلیل همدا دی چې زمونږ له سیاسي مشرانو څخه  د مقامونو له ترلاسه کولو وروسته خپلي اصلي دندې او مسئولیتونه پاته کیږي او د خپل موقف د ساتلو لپاره په سیاسي توطیو اخته کیږي.

له ولسمشر غني څخه زمونږ جدي غوښتنه داده چې ددفاع وزارت لپاره د همدې وزارت له وړ مسلکې کدرونو څخه ددې هیواد یو وړبچی ژر تر ژره معرفي کړې او ښاغلي ستانکزی چې ټول سیاسي شالید او تجربه یې له سیاسي توطیو او دسیسو جوړه ده له دغه وزارت څخه او له دغه درانده مسئولیت څخه ایسته کړې. دوهمه غوښتنه مو لومړی له ښاغلي ولسمشر او بیا نورو ټولو سیاسي مشرانو څخه داده چې اصلي کار چې ولس ته د خدماتو وړاندې کول او خدمت دی مخه کړې او هغو وعدو ته باید د عمل جامه ور واغوستل شي چې د ولس سره د رایو په بدل کې شوی دې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.