د هیواد په سویل کې به زر نور سرتیري هم ځای پرځای شي

د امریکا پوځد لودیځو رسنیو د رپوټ له مخې د امریکا پوځ ویلي غواړي « ۱۰۰۰» نور سرتیري افغانستان ته ولیږي. دا سرتیري د تګزاس ایالت د «فورد هود» له پوځي هډې په راتلونکې پسرلي کې افغانستان ته استول کیږي.

دا ځواکونه  د امریکا د Cavalry  «کاولارې» په  لومړې او درېیمې فرقې پورې تړاو لري چې افغانستان ته د «آزادې ساتنې» عملیاتو د ملاتړ په موخه استول کیږي. د دغه ځواکونو قوماندان «جان تامسن» وایی دا ځواکونه سم روزل شوي او چمتو دي چې په افغانستان کې دا مهم ماموریت سرته ورسوي.

د کالوارې فرقې ویاند «سانست بلینسکي» وايي ښایي دا سرتیري د روان کال په مئ او یا جون کې واستول شي. هغه وايی دا سرتیري په تر ارزونې وروسته د افغانستان سویل ته ولیږل شي.

څه موده وړاندې هم د ۸۰۰ په شاوخوا کې امریکایی سرتیري د ملي اردو د سلا مشورې په موخه هلمند ته استول شوي دي، خو یو شمیر لویدیځې رسنې وایي چې د امریکا کانګرس پرې ناخبري ښودلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.