د (وحيدي) د موندلوهڅې دوام لري

فضل الله وحيديد پاكستان پوليس وايي د فضل الله وحيدي د موندلو هڅې دوام لري او دغه هڅې پرمختګ هم لري. د كونړ او هرات پخوانى والي فضل الله وحيدي د انګلستان د ويزې د ترلاسه كولو په موخه اسلام آباد ته تللى و چې د فبرورۍ په اولسمه  نامعلومو وسله والو له يوه ماركيټ څخه وتښتاوه.

د اسلام آباد پوليسو پرون په يوه ناسته كې د پاكستان د كورنيو چارو وزير چودري نثارعلي خان ته ويلي چې په څلورويشت ساعتونو كې يې په دې اړه څيړنو پرمختګ كړى دى.

د افغانستان حكومت او پخواني ولسمشر حامد كرزي له پاكستان غوښتي و چې وحيدي ژر ترژه ومومي. فضل الله وحيدي په پخواني حكومت كې د كونړ او هرات د والي په توګه دنده اجرا كړې او اوس يې د حكومت په سياستونو نيوكې درلودې.

وحيدي غوښتل له خپلې كورنې سره د انګلستان ويزې ترلاسه كړي چې وتښتول شو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.