د وردګو پېښه؛ ولسمشر وايي ترهګر خپله سزا ویني

د وردګو پېښه؛ ولسمشر وايي ترهګر خپله سزا ویني

 

ولسمشر غني تېر ماښام د ملي امنیت قرار ګاه ته تللی و او تر څنګ يې غازي امان الله خان روغتون کې د میدان وردګو ولایت د وروستۍ پېښې د ټپیانو پوښتنه کړې ده.

جمهور رییس ویلي: د ملي امنیت د راپورونو او ښو لاسته راوړنونو پایله ده، چې  نن خلک ډاډه دي چې د تروریستي پېښو عاملان به خپله سزا وویني.

ولسمشر وویل: زموږ ملي امنیت باید تحرک او دایمي پرمختګ ولري، ځکه له متحرک او فعال ملي امنیت پرته د خلکو هيلې نشي ترلاسه کېدای.

جمهوررئیس څرګنده کړه، ملي امنیت باید نهاد محوره شي، ترڅو د افغانستان لنډمهاله او اوږدمهاله منافع تامین کړي. هغه زیاته کړه پر ملي امنیت شوې هراړخیزه پانګونه به دوام ومومي.

جمهوررئیس وویل، افغانستان د ټولې نړۍ د امنيت بیمې لومړۍ کرښه ده او له نړۍ سره زموږ پایداره اړیکې د همدې قربانۍ محصول دی.

ولسمشر د ملي امنیت د هغو ټپي منسوبینو د روغتیایي وضعیت د پوښتنې په موخه چې وړمه ورځ په میدانښار کې د د مخالفینو برید کې ټپیان شوي وو، د غازي امان الله خان روغتون ته تللی و.

جمهوررئیس غني د یادو منسوبینو سرښندنه او زړورتیا وستایله او معالجو ډاکټرانو ته یې دنده وسپارله چې د ټپیانو د درملنې په موخه دې هیڅ راز هڅې نه سپموي.#

Leave a Reply

Your email address will not be published.