د ورځې اوه سوه افغانان يونان ته اوړي

افغان مهاجريونان آتن ته د هغو افغان كډوالو ستنول پيل كړي چې له مقدونيې سره د دغه هيواد په پولو كې بند پاتې شوي.

د يونان دولت مقدونيې ته له دې امله اعتراض كړى و چې ولې دغو كډوالو ته شمالي اروپا ته د تګ ويزې نه وركوي.

د يونان پوليس وايي په دې سيمه كې د افغان كډوالو كورنې په ۱۲بسونو كې ځاى پرځاى او د كډوالو يوه پنډ غالي ته ليږدول شوي دي.

افغان مهاجر د ۶۰۰ په شاوخوا كې افغانانو د دوشنبه په ورځ د يونان _ مقدونيې په پوله كې لاريون وكړ او د مقدونيې پوليسو هم هغه  افغانان ونيول چې له سرحدي زينو پورته شوي وو.

مقدونيې د يكشنبه په ورځ له هغه وروسته دا اقدام وكړ چې نورو هيوادونو پرېكړه وكړه چې افغان كډوال به بيرته خپل هيواد ته ستانه كړي.

د يونان پوليس وايي د څلويښت زرو په شاوخوا كې د سوريې او عراق كډوال هم  له دې امله سرګردان و چې د ويزې په وركولو كې يې ځنډ پيښ شو.

یونانپه تير كال كې د اروپا سواحلو ته د يو مليون كډوالو ورتګ ددې لامل شو چې اروپايي هيوادونه خپلې پولې وتړي او د كډوالو د ورتګ مخه ونيسي. داكسان له خپلو هيوادونو څخه د جګړې، بې وزلۍ او نورو ستونزو له امله تللي دي.

يونان چې اروپا ته د كډوالو د ورتګ دروازه بلل كيږي اوس هڅه كوي چې د كډوالو د ورتګ مخه ونيسي. دا هيواد انديښنه لري چې دنورو هيوادونو له خوا محدوديتونو لګول به د لسګونو زرو كډوالو د سرګردانى لامل شي.

افغان مهاجرپه يونان كې د ملګرو ملتونو د كډوالو د څانګې مسول (فيليپ لكر) فرانس پرس ته ويلي د هغو دوه زره كډوالو درېېيمه برخه افغانان دي چې هره ورځ له تركيې دغه هيواد ته ورځي.

هغه د لزبس ټاپو څخه د ليدنې پروخت ويلي موږ درې خطرناكې اونۍ په مخكې لرو ځكه چې پولې تړل شوې دي ځكه چې د يونان د كډوالو د منلو تاسيسات د دومره كسانو د منلو ظرفيت نه لري.

افغان مهاجربلخوا تيره ورځ آلمان هم له سلو ډير كسان افغانستان ته واستول چې په خپله خوښه يې غوښتي وو هيواد ته ستانه شي.

بهر او په تيره بيا اروپايي هيوادونو ته د افغانانو تګ كچه لوړه شوې او ډير له ناقانونو لارو په قاچاقي توګه د تګ هڅه كوي چې يو شمير يې د كيښتيو د ډوبيدو له امله ژوند هم له لاسه وركړى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.