د وسله والو بریدونه اوه برابره ډېرشوي

ولسمشر محمد اشرف غني وسله والو طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که د سولې په خبرو کې برخه وانه خلي نو له منځه به یووړل شي. هغه چې له پوځي اکاډمې څخه یې د افسرانو د فراغت غونډې ته خبرې کولې وویل طالبانو ته ښایي له ترهګرو ډلو ځانونه جلا کړي. ولسمشر وایی القاعده او داعش به له منځه وړل کیږي.

ولسمشر په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې طالبانو د سولې د بهیر په اړه چې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په ګډون پیل شوې ویلي تراوسه یې په دغه بهیر کې د ګډون په اړه پریکړه نه ده کړې.

محمد اشرف غني روان کال د افغانستان د پایښت کال وباله او وایي وسله والو په دې کال کې په خپلو بریدونو کې اوه برابره ډېروالی راوستی دی. هغه وایي د افغان ځواکونو مسولیتونه لا درانه شوي او هره شپه د وسله والو پرضد لږ ترلږه اوه ځانګړي عملیات کوي.

د وسله والو ‌طالبانو ترڅنګ په دغه کال کې د داعش فعالیتونه هم را څرګند شول، خو  ولسمشر وایی افغانستان به د داعش او نورو ترهګرو هدیره شي چې له نورو هیوادونو راغلي دي.

هغه وایی نړیواله ټولنه ژمنه ده چې د افغان ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوي او د خپلو ملي ځواکونو د سمبالتیا په موخه به د نړې هرې دروازې ته لاړشي. هغه له افغان ځواکونو غواړي چې د سختو ستونزو سره د مقابلې په موخه ځانونه چمتو کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.