د ولسمشرۍ له نوماندانو سره د روسیې اړیکې

د ولسمشرۍ له نوماندانو سره د روسیې اړیکې

روسیې هڅې پیل کړي چې افغانستان کې د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره اړیکې پخې کړي.

د افغانستان لپاره د ورسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له سپوټنیک خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي: روسیه غواړي افغانستان کې د ولسمشرۍ هغه نوماندان راخپل کړي چې د بریا چانس یې زیات دی.

 

د کابلوف په خبره، راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې له یو افغان نوماند د روسیې ملاتړ هم د مسکو لپاره ارزښتناک دی هم د افغانستان.

 

کابلوف پر داسې مهال دا خبرې کوي، چې مسکو تېره اوونۍ د طالبانو او یو شمېر افغانانو ترمنځ د ناستې کوربه و.

 

د شنونکو په باور، د روسیې دغه شان دریځ ددې ښکارندوي کوي چې مسکو سر له اوسه د افغانستان په ولسمشرۍ ټاکنو کې لاس وهنو ته ملا تړلې ده او غواړي په یو ډول په راتلونکو انتخاباتو خپل نفوذ ولري.

روسیې اوس له هغې ډلې ؛ طالبانو ؛ سره چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تور لېست کې ده او کلونه یې د افغان حکومت پر ضد جګړه کړې اړیکې جوړې کړي دي.

د هېواد راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي دي

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.