“د ولسمشر د کار پر وړاندې د سیاسي مخالفانو دریځ کودتاه ده”

“د ولسمشر د کار پر وړاندې د سیاسي مخالفانو دریځ کودتاه ده”

د ازادې اروپا را‌ډیو پښتو څانګه د ارګ په حواله راپور ورکوي چې د ولسمشر د کار د دوام پر وړاندې د سیاسي مخالفانو دریځ کودتاه ده.

 

د ولسمشر د ویاند مرستیال عارف صمیم د سې‌شنبې «۱۳۹۸ کال د غويي ۳۰» په شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، د اساسي قانون ۶۱مه ماده روښانه ده، خو د لا ښه وضاحت لپاره د سترې محکمې نظر هم پرې اخېستل شوی چې د اساسي قانون د تفسیر لوړه مرجع ده.

 

د ښاغلي عارف په وینا د افغانستان سترې محکمې هم د ولسمشر د کار دوام تایید کړی دی.

 

دی وايي، “افراد، اشخاص او سیاسي ګروپونه نه‌شي کولی چې قانون په خپله خوښه تفسیر کړي. هغه وړاندیز چې د حکومت سیاسي مخالفان یې لري، کاملاً له اساسي قانون سره په ټکر کې دی. د نظام ړنګول دي او کودتا ده. ولسمشر به تر هغې کار ته دوام ورکوي، څو چې ټاکنې کېږي او پایلې یې اعلانیږي.”

 

ښاغلي صمیم د ټاکنو د قانون د ۱۰۴مې مادې د شپږم بند یادونه هم وکړه چې وايي، که ټاکنې د هر مشکل او ستونزې پر اساس ځنډیږي، نو انتخابي چارواکي به تر هغې کار ته دوام ورکوي، څو چې ټاکنې وشي او پایلې یې اعلان شي.

 

دوه ورځې مخکې د ولسمشرۍ د کاندیدانو شورا وویل، اجازه نه ورکوي چې محمد اشرف غني د غبرګولي له لومړۍ نېټې اخوا د ولسمشر په توګه کار ته دوام ورکړي.

 

یو له دوی څخه محمد حنیف اتمر و، نوموړي وویل، د ولسمشر د کار د دوام په صورت کې به افغانستان کړکېچ ته ولاړ شي، “دا به رییس صاحب جمهور لپاره یوه مهمه د امتحان ورځ وي، که دوی د غبرګولي په لومړۍ نېټه زموږ اساسي قانون ته درناوی ونه‌کړي، په هېواد کې به د بحران سبب شي.”

 

د ولسمشري د څوکۍ اووه نور کاندیدان هم له ښاغلي اتمر سره هم نظره وو او د غبرګولي په لومړۍ نېټه یې له واکه د ولسمشر غني پر ګوښه کېدو ټینګار کاوه.

 

په پام کې وه چې د ولسمشري انتخابات د وري په میاشت کې ترسره شوي وای، وروسته د چنګاښ او بالاخره د تلې میاشتې ته وځنډېدل.

 

تردې مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې هم د انتخاباتو ځنډ د دې سبب شوی و چې ښاغلي کرزی تر ټاکلي وخت زیات په واک کې پاتې شي.

 

یو شمېر سیاسي ګوندونو بیا ویلي چې سبا پنجشنبه په کابل کې یو اعتراضي لاریون کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.