د ولسمشر سلاکار څرنګه د ولسمشر له صلاحیت او اعتماد غلطه استفاده وکړه؟؟

نجیب الله خان

عبدالعلي محمدې یو کال نه زیات کیږي چې د ولسمشر غني حقوقي مشاور دی. عبدالعلي محمدې حقوقي مشاور دی خو حقوقي پوهه یې صفر ده. بله ستونځه یې دادی چې ملي ګټو ته ژمن انسان ندی. او د پسه په پوست کې لیوه ننوتی او ځان یې ولسمشر ته نژدې کړی دی او یا هم پر ولسمشر د حقوقي مشاور او حقوق پوه په توګه ور تپل شوی دی.

اوس پوښتنه داده چې ښاغلی محمدې څنګه ولسمشر ته نږدې شو؟

د کمپاین په وختونو کې د عزیر رویش په نوم یو کس چې وروسته بیا د غوره استاد لقب هم خدای خبر د کوم وړتیا له مخي ورکړل شوی و، د هزاره وروڼو د روشنفکر قشر په نماینده ګۍ له ولسمشر غني سره د کمپاین په دفتر کې کار کول. کله چې د تحول او تداوم د ټیم منشور لیکل کېده، د فارسي ژبي د ادبیاتو اصلاح یې عزیز رویش وکړه. د اصلاح په برخه کې د هغه وظیفه دا وه چې یواځې ژبني او ګرامري اصلاح پکې وکړي او له ځانه هیڅ هم باید اضافه نکړې، خو عزیز رویش له موقع څخه په استفادې په منشور کې د کوچي – هزاره مسلې د هواري د برخې محتوا په خپله خوښه جوړه او ولسمشر يې له پښتنو سره د مخامخ کولو هڅه وکړه. کله چې ولسمشر غني له دې کیسي خبریږي، نو په همهغه وخت کې یې سرور دانش ته وویل، چې نور د دغه متعصب عزیز رویش مخ را باندې ونه ګورې او تاسو (زما د حوصلې له تر ټولو وروستي حد ناسمه استفاده وکړه).

له همهغي ورځي ده چې رویش د ولسمشر مخالفت کې پایڅې بډ وهلي او تل یې د ولسمشر مخالفت کړی دی. د څو ورځي مخکې مظاهري یو مهم سرلاری هم عزیر رویش و او په ارګ او د چارو اداري په انګړ د ورننوتو دسیسه او امر هم د عزیز رویش وه. دډې ټولو کارونو، مظاهرو او ارګ ته د ننوتو یو هدف دا و چې د د ولسمشر سره په شخصي مخالفت کې د هزاره ګانو له احساساتو څخه ناوړه ګټه واخلي او اوضاع دومره مختل او خرابه کړې چې همهغه مظاهره د څو نورو مظاهره کونکو په ټپي کیدلو پای ته ورسیده.

په هر صورت کله چې رویش د ولسمشر له ټیم څخه د کمپاین په وخت کې وشړل شو نو د یوه سړي ضرورت و، چې د ډاکټر صیب غني په خوا کې د هزاره روشنفکر قشر په استازیتوب موجود وي. دې وخت کې همدا سړی چې عبدالعلي محمدې نومیږي را مخته شول او له خپل جسارت او سپین سترګۍ څخه په استفادې یې ولسمشر ته ځان دومره خوږ کړ، چې بلاخره یې ځان په ولسمشر باندې د ځینو نور فشارونو په اچولو سره د غني د ولسمشر کیدو څخه وروسته حقوقي سلاکار مقرر کړل.

عبدالعلي محمديد محمدې د حقوقي پوهي معلومات او د هغه د فساد اندازه ولسمشر ته هغه وخت وشوه کله چې ولسمشر او محمدې دواړو په یو وخت کې څو میاشتې وړاندې چې د سترې محکمې د رییسانو لپاره ازموینه اخېستل کېده ګډون وکړل، د ازموینې د صحنې یو عیني شاهد وایي، چې محمدي یواځې د مکتوبونو، واردې او صادرې پوښتنې کولې او تر دې وړاندې یې د هیڅ ډول حقوقي پوښتنو وړتیا نه درلوده. او کله چې ولسمشر د محمدې پوښتنې ولیدې، همالته یې د ازموینې له صحنې و ایستل او په خپله یې ازموینه واخېسته. یعنې هېڅ حقوقي پوهه نه لري. محمدې همدارنګه په یوه مکتوب کې د مالیې وزارت ته په خپل سر هدایات ورکړې و چې ټولو ادارو ته ووایي چې له ګاز ګروپ سره قرارداد وکړي. ګاز ګروپ هم د کابلبانک د غلو ده او په هغو پیسو دا سرمایه ګذاري شوې چې له کابلبانک څخه غلا شوې وې.

دوهمه کارنامه او د ولسمشر له اعتماده غلطې یې دا وه چې د فیروزي په مسله کې یې د ولسمشر په خلاف یو ستر حماقت او خیانت وکړل. یو مکتوب د ښارجوړونې له وزارت راغی او لیکلي یې وو، چې له ولسمشر د فیروزي د کېس په اړه هدایت وغواړي. ولسمشر ورته هدایت ورکړی وو، چې حقوقي مشاور دې کتبي مشوره راته راکړي چې د قانون او نړیوالو منشورونو په رڼا کې ایا یو زنداني کس کولای شي پانګونه وکړي په داسي حال کې چې خپل قرضونه یې هم ندې ادأ کړې. محمدې تر کتبي مکتوب تیر شو او بس همداسي شفاهي ورغلی و او ولسمشر ته یې ویلي وو، چې سړی له بنده نه را خلاصوو، خو د پانګونې فرصت ورکوو او په دې کې هېڅ حقوقي او قانوني ستونزه نشته. ولسمشر ورته ویلي وو چې سمه ده، خو سمدستي دا کار مه کوئ زه باید له نړېوالو همکارانو او یو شمېر نورو کسانو او حقوقي قشر سره هم مشوره وکړم تر څو دا خبره یقیني شي چې دا کار حقوقي او قانوني ستونځي نه جوړوي. محمدي د ولسمشر د هدایاتو خلاف احمد ضیا مسعود او د ښار جوړونې وزارت ته ویلي وو، چې ولسمشر مې قانع کړی او تاسو کولای شئ چې سړی را خلاص کړئ او قرار داد ورسره وکړئ.

په دې کېس کې د لومړنیو معلوماتو له مخې شاوخوا اووه ملیونه ډالره ښکته پورته شوي دي. چې زمینه سازي او د ولسمشر له اعتماد نه غلطه استفاده او د هغه د هدایاتو خلاف اقدامات د همدې محمدې لخوا ترسره شول. البته باید وویل شي چې تر دې د مخه په دې اړه ډاکټر عبدالله او ضیا مسعود هم ولسمشر ته د فیروزي د خوشي کولو په اړه ویلي وو. یعنې دا فساد د یوې منظمي کړۍ لخوا شوی دی او محمدي د همدې کړۍ تر ټولو عمده برخه ده ځکه د ولسمشر حقوقي مشاور و او هغه ته یې ډاډ ورکړی و چې سړی خلاصوو نه خو پانګونه دې وکړې آو دا قانوني ستونځه نلري.

ددې ټولو فسادونو او خیانتونو له خبریدو وروسته ولسمشر غوښتل چې محمدي هماغه ورځ ګوښه او څارنوالۍ ته معرفي کړي حتا مکتوب یې هم امضاء شوی و، خو له دې امله چې دا خلک یو ځل بیا د هزاره ولس له احساساتو څخه په دې موضوع کې یو ‎ځل بیا د شخصي ګټو لپاره کار وانخلي او دې موضوع ته قومي رنګ ورکړي، له خپلې پرېکړې تېر شو او دنده یې ور وځنډوله. ځیني سیاسي مغرضو کړیو اوس هم همدا هڅي رواني کړي دې چې دې فردې جرم ته قومي رنګ ورکړې او وښيې چې ګواکې له دوئ سره قومي چلند کیږي او کله چې دده دوسیه څارنوالي ته ځي نو وروسته به بیخي پسي ګوښه کیږي. په اطمینان سره ویلای شم چې محمدي به خپله ټوله هڅه وکړې چې د سپیناوي لپاره دې مسئلې ته قومي رنګ ورکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.