د ولسمشر غني د لستوڼي ماران

په کابل کې د ترټولو عصري ښارګوټي ابادي پیل شوهد ارګ د پنډو دیوالونو د ننه یوه دنیا ده، نه پېچلې ده نه له هنره ډکه خو خو ډېره متضاده، نامتجانسه او د هرډول پېښې انتظار ځنې کېدای شي. غټان یې وايي، د خپلو اشتباهاتو د توجیه لپاره رازدارانو ته په هر مجلس کې وايي، موږ غلطۍ کوو خو بې ایماني نه کوو.

 

څه پوه شو چې په ایماندارۍ به غلطي څه ته وايي؟

د ایماندارۍ پوښتنه له هغه ځایه راپیل کېږي چې ته په څه نه پوهېږې او د هغه کار د ترسره کولو ناکامې هڅې کوې، د هرې اشتباه تکرار بله ستونزه زیږوي. د افغانستان جګړو او کړاوونو ځپلي خلکو لپاره دا مهمه نده چې د ارګ والو د ایماندارۍ او بې ایمانۍ اندازه څومره ده، هغوی ته د تشویش ټکی دادی چې غلطۍ ولې بیا بیا تکرارېږي.

دداسې لفاظۍ له کبله چې د ارګ خلک یې وايي، غلط به و خو بې ایمانه نه یو، خلک په ارګ بې باوره شوي دي. داسې الفاظ د ولسمشر غني له خولې راوځي او یا یې د محدودو ارګ میشتو متعلقینو له خولې. دا د مجبورۍ انتها ده، اوس نو تصور دادی چې غني بې ایمانه ندی، خو د ورچاپېرو بې ایمانو له کبله غلط دی.

وروستۍ کیسه د کابل بانک د رسوایۍ د مخکښ خلیل الله فیروزي راخوشي کول او په مبارکو لاسونو یې په کابل کې ده ته د یوې بلې لویې پانګونې زمینه برابرول وو. فیروزي نه د زندان دروازه ماته کړه، نه یې د وسله والو لښکر درلود، نه یې په دولت چاپه ووهله. هغه په سپینه ورځ د لوړپوړو دولتي مشرانو په بدرګه د کابل منځ ته راوستل شو، په یوه عصري سیمه کې یې د سيټي سمارټ په نوم د نوي ښارګوټي د بنسټ ډبره ولګوله.

د فیروزي له زندانه راایستل او د حکومت د سهمدار یا شریک په توګه د غټې پانګونې موقع ورکول په دې مانا دي، چې هغه د حکومت ډېرو مهمو خلکو ته ډېر مهم دی. ډاکتر عبدالله د حکومت د اجرایه ریس په توګه د هغې په راخلاصون کې خپله هغه قرضه یا بلاعوض مرسته حلاله کړه،‌ چې د دوه دورې انتخاباتو او سیاسي هلو ځلو په ترڅ کې فیروزي د کابل بانک له پانګې ورته مصرف کړې وه، خو ضیا مسعود بیا له هغه سره بل ډول رابطه لري، د پلو لاندې یارانه د ګوتو شمیرلو یارانه.

 

که اجرایه ریس د ولسمشر د فرمایش مافوق کار وهي نو ددې معاملې په اوله ورځ ولسمشر چېرته و،‌چې فیروزي راووت؟

ځینې کسان د ولسمشر په ماڼۍ لکه په ګوړه مچان سریښ دي. دوی هم د مافیا غړي او هم د شخصي کاروبارونو مداریان دي،‌ چې دولتي مقامونه یې یوازې د صلاحیتونو د اعمال لپاره په کار راځي. ضیا مسعود ولسمشر دوکه کړ، د ښار جوړونې وزیر یا ځان دوکه کول غوښتل یا دوکه کړای شو او ښاروال خو په دوکه کې خوشاله وي. د ولسمشر حقوقي سلاکار (عبدالعلي محمدي) پېښې او احتمالات یې له خپلې سویې سره تحلیل کړای شول یا شاید هغه هم ددوی په اصطلاح دوکه کړای شوی وي.
ددې کیسې انجام څه راووت؟

ولسمشر غني له لومړۍ ورځې د تدارکاتو لپاره هڅې پیل کړې، د کابل بانک په دوسیه یې ورودانګل، ده غوښتل دنیا له دې ناحیې قانع کړي چې افغانستان به د نړۍ د مخ لومړنی دویم یا دریم مفسد هیواد نه وي چې ستاسو مرستې بې ځایه مصرف شي. له دفاع وزارت څخه یې د سپما په ترڅ کې ډېر امکانات راخپل کړل، د وړو او غټو پروژو پیل یې خپله مدیریت کړ، کابل بانک یې د لومړیتوب په توګه وټاکه عاملین یې زندان ته واستول، د قصبې په ښارګوټي کې په اداري فساد ککړ څلور ریسان یې زندان ته واچول. خو د کابل بانک د غلا د شریک په لاس او امکاناتو د سمارټ سیټي د ډبرې ایښودلو هنګامې دغه ټولې هڅې په اوبو لاهو کړې. ټوله دنیا په دې رسوایۍ وغږېده او ټوله دنیا یوار بیا په خپلو مرستو کې پښه نیولې شوه.

اوس که ولسمشر له فیروزي سره د دولت قرارداد فسخ کړي هم، په اسانۍ ممکن نده چې نړیوال اعتماد دې هغه سرحد ته وګرځوي چې دا یو کال یې ورته خواري ایستلې. په داخلي سطحه هم مشکله ده، د فیروزي ددوسیې د رسوایۍ په اړه د حکومت د غلطۍ او بې ایمانۍ تفکیک دې خلکو ته ور تفهیم کړي.

حل لاره داده چې ولسمشر په خپل ټیم غور وکړي، ترڅو به ولسمشر لګیا وي،‌ بې ایمانیو ته به غلطۍ او غلطیو ته به ایماندارۍ وايي، غوره لاره داده چې په خپل لستوڼي کې ننوتي ماران له لستوڼي وشړي. ضیا مسعود د ولسمشر له فوق العاده اعتماد څخه په بې ایمانۍ سره ناوړه استفاده کړې، حقوقي سلاکار د یو نااهل کارکوونکي په توګه حکومت د حیثیت له ستونزې سره مخ کړ، ویاندویان ټوله ورځ له ارګه یو ډول اعلامیې لیکي خو په شخصي اکونټونو او مجلسونو کې د حکومت رازونه لکه واښه داسې بادي. د ارګ هر دریم مامور د ارګ پرضد د توطیې برخه دی، د ارګ هر یو کس د بل په مقابل کې چاره په لاس دښمن او توطیه ساز دی. حکومت په داسې متضادو فکرونو، متضادو دریځونو او په سلو لارو روانو دولت ضد دولتیانو نه راجوړېږي بلکې لاشړېږي.

د بې ایمانۍ او غلطۍ په اړه تر وضاحت وړاندې ارګ د چاڼ او ارګ کېدو ضرورت ویني.

Leave a Reply

Your email address will not be published.