د ولسمشر غني پر سفر د نبیل د انتقاد ترشا څه دي؟

نبيلد ملي امنیت د مشرتابه او ارګ ترمنځ اړيکې له هغه وخت خراب شول، چې له پاکستان سره د افغانستان د حکومت له خوا امنیتي تړون لانجمنه موضوع د ملي امنیت له خوا نقد شوه او د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل په پاڼه له لاسلیک نټه وکړه. لاڅرګنده نده، چې نبیل شخصاً ددې مخالف و، که دا یو دیکتې شوې سناریو وه، خو په هرصورت د سیمه يیزې پالیسۍ په تړاو په حکومت کې د واحد نظر د نشتوالي یا اختلافونو رسوايي یې رامنځ ته کړه.

د پخواني ولسمشر د پلویانو له خوا له پاکستان سره د غني په خوشباورۍ ولاړ داچلند له زړو ترخو تجربو سره د ټکر په سبب سخت نقد شو او له دې کبله چې په عامه اذهانو کې پاکستان سخت بد تصویر لري، له هرې خوا د ولسمشر غني د دې کړنې پرضد غږونه انتقادونه راپورته شول. د شپږو میاشتو په دننه کې ولسمشر غني د پاکستان له خوا یوار بیا پرمخ څپېړه وخوړه د شاشهید او د پولیسو په اکاډمۍ بریدونو ډیر خلک ووژل او غني‌ د عامه افکارو پروړاندې تسلیم شو. لاهم له پاکستان سره د مذاکراتو دوه نسبي چینلونه فعال و، چې کندوز سقوط وکړ او طالبانو په نورو سیمو کې هم غلچکي بریدونو ته زور ورکړ.

ولسمشر غني له پاکستان سره د خبرو کړکۍ وتړله او له پاکستان یې وغوښتل چې نور نو مذاکرات بې ګټې دي، دسولې پروسه غولونکې ده او پاکستان دې یوازې په خپله خاوره د هغو ترهګرو مرکزونه وتړي، چې افغانستان کې جګړه کوي او پاکستان کې دمه.

پاکستان ولسمشر غني ته په وار وار خواست وکړ، چې باید د خبرو له بیا پیل سره موافقه وکړي، ولسمشر غني بې علاقې و. اروپا ته دسفر پرمهال بالاخره غني ومنله چې په اسلام اباد کې به د اسیا زړه کنفرانس کې ګډون کوي. پرون د غني استقبال په توپونو وشو، صدراعظم نواز شریف یې استقبال ته راغی او غني کنفرانس ته وویل: له پاکستان غواړو چې له غیرریاستي عناصرو سره د افغانستان پرسر د رابطې له ستراتيژۍ دې لاس واخلي. په همدې وخت د افغانستان د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل پخپل فیسبوک پاڼه له پاکستان سره د حکومت داسې خوشباوره رفتار نقد کړ، ده ولیکل : دا نو داسې مانا لري، چې یو ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرونکی هېواد ۷۰ کلن هېواد ته په ګونډو شي.

د نبیل څرګندونو سخت او توند موافق او مخالف غبرګونونه راپارولي دي. د ملي امنیت پخوانی مشر امرالله صالح وايي، پاکستان سره باید دومره قاطع چلند وشي چې موسکا پکې ونشي. خو د حکومت پلویان د نبیل دریځ ته د خامې هڅې په سترګه ګوري: دوی وايي، د غني ملا باید له دې خوا ټینګه ورتړل شوې وای، هغه باید د یو واحد حکومت د واحد دریځ لرونکي مشر په توګه د پاکستان په سفر کې ثابت پاتې شوی وای او مخالفت یې په دې حساس وخت کې د پاکستان او سولې په هکله د افغانستان د حکومت له بې ارادېوالي سره تلقي کېږي.

د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون مشر ستار سعادت وايي: د خاموشه او محافظه کار نبیل د وروستیو څرګندونو ترشاه حتماً څه خبره شته چې هغه یې غبرګون ته راپارولی دی. دا یوه ساده خبره نده.

د سیاسي چارو ماهرین وايي، اوس یې نو خت دی، چې د نبیل په اړه کوټلی تصمیم ونیول شي، ځکه په داسې حکومت کې چې غني یې مشر وي او نبیل یې د یوې کلیدي استخباراتي ادارې مشر د نظریاتو له ژور ټکر او بيخي بېلو لیدلورو سره په یو چوکاټ کې کار نشي کولای، دا مسله که د نبیل له خوا هوارېږي او له دندې لاس اخلي او که ولسمشر اقدام کوي.

اساسي ټکی دادی، چې دا اقدام باید په احتیاط واخستل شي، نبیل د پخواني ولسمشر حامدکرزي د اعتماد وړ کس و، او په ملي امنیت کې یې د دندې د تمدید پرسر د امریکایانو، اوسني حکومت، حامد کرزي او اجرایه ریس ترمنځ کلي توافق وجود درلود.

بې له شکه چې له شته لیدلوریو سره د ولسمشر غني او رحمت الله نبیل چلیدل ناشوني دي، خو د ډاکتر عبدالله په نظر چې له دندې ګوښه کول یې هم پس لړزې لري، چې باید سمې مدیریت شي. دا ټکی که له هرې خوا وکتل شي حساس دی، نبیل ټینګار کوي، چې له پاکستان سره دده ستونزه شخصي نده، د ده دنده او شواهد ایجابوي چې دومره په اسانه په پاکستان اعتماد کول ژور خطرناک عواقب لري نو ځکه ښايي نبیل د پاکستان په تړاو د اوسني حکومت اوسنۍ تګلارې ته خاموشه پاتې نشي.

بله لویه ستونزه د بدیل پیدا کولو ده. ایا داسې نبیل ترسترګو کېږي، چې د امریکا له توافق سربیره، د ولسمشر غني او داکتر عبدالله ترمنځ د هوکړې وړ شي او بیا په استخباراتي تجربه کې هم ورباندې حساب وشي؟ ستونزه داده، چې دې ادارې ته به یو د استخباراتو په برخه کې بې تجربې سړی راځي داځکه چې د افغانستان استخبارات په دننه کې د کادرونو راډوکولو کیفیت ته لا ندی رسېدلی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.