د ولسمشر له منظورۍ پرته نور خارجه وزارت ګومارنې نه شي کولای

د ولسمشر له منظورۍ پرته نور خارجه وزارت ګومارنې نه شي کولای

ولسمشر په یوه تازه حکم کې ویلي، بهرنیو سفارت خونو کې هېڅوک د ارګ له منظورۍ پرته نه شي ګومارل کېدای.

 

د ولسمشر تازه حکم دا دی، هغه کسان چې تازه سفارت خونو کې ګومارل شوي، مقررۍ يې بېرته لغوه شوي دي.

ارګ ویلي، هر کس چې بهر هېوادونو کې د افغانستان سفارت خونو کې دنده نیسي، باید د ولسمشر منظوري له ځان سره ولري.

 

تر دې وړاندې هم بهرنیو چارو وزارت کې له ډلبازۍ، سمتپالنې او قومپالنې اندېښنې موجودې وې.

شکایت دا و چې بهرنیو چارو وزارت سفارت خونو کې نالوستي کسان په دندو ګوماري چې هېڅ د افغانستان ګټو ته ژمن نه دي.

 

د ولسمشر وروستی اقدام په پراخه کچه له هرکلي سره مخ شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.