د ولسمشر نوى تقنيني فرمان به هم رد شي

ټولټاکنېپه داسې حال كې چې ويل كيږي ولسمشر محمد اشرف غني به د ټاكنيېزو اصلاحاتو په اړه د تقنيني فرمان تعديلي طرحه د يوه فرمان په توګه لاسليك كړي، د ملي شورا  غړي يي په اړه يوه خوله نه دي.

د مشرانو جرګې يو شمير غړي وايي ولسمشر بايد په پنځلسو ورځو كې دا فرمان صادر كړي، خو يو شمير نور بيا وايي دا فرمان د قانون خلاف دى او د تير هغه په شان به داهم د ملي شورا له خوا رد شي.

ولسمشري وايي دا طرحه د كابينې له خوا تاييد شوې او ژر به يې ولسمشر لاسليك كړي چې له مخې به يې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنې هم ترسره او نيټه به يې وټاكل شي.

دا به په دې برخه كې د ولسمشر دوهم فرمان وي چې صادروي يي تر دې وړاندې د هغه يو فرمان د ملي شورا د دواړو جرګو له خوا رد شو.

د ټاکنو خپلواک کميسیوند مشرانو جرګې مرستيال محمد آصف صديقي وايي دا ځل هيله شته چې دا طرحه د ملي شورا له خوا تصويب شي. خو بل خوا د ولسي جرګې ځينې غړي دا د قانون خلاف ګڼي او وايي دا به هم د تير فرمان په شان رد شي.

د ولسي جرګې غړى الله ګل مجاهد وايي: (دا فرمان د قانون خلاف دى او ولسمشر او اجراييي رييس غواړي د ټاكنو كميسيونونه تر خپل كنترول لاندې وساتي. زه يې ردوم او ډير نور به يې هم رد كړي.)

ويل كيږي چې په ولسي جرګې مخكې تر دې چې دا فرمان ورته وليږل شي د ولسي جرګې د غړو له خوا هڅې دوام لري چې دا فرمان د تير په شان بيا هم رد شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخكې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون يوه کمیشنر د ټاکنو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمانونه ناقانونه بللي وو او ټینګار یې کړی و چې باید له خپلسرو کړنو مخنیوی وشي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.