د ولسمشر په مشرۍ د روغې جوړې لومړنۍ جلسه ارګ کې جوړه شوه

د ولسمشر په مشرۍ د روغې جوړې لومړنۍ جلسه ارګ کې جوړه شوه

جلسه کې سیاسي او جهادي مشرانو، ځوانانو، د مدني ټولنو غړو، د خصوصي سکټور او عدلي او قضايي  ارګانونو استازو ګډون کړ و.

ولسمشر د روغې جوړې رهبرۍ شورا په لومړنۍ غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، دغه  ناسته د حکومت او سیاسي مشرانو لخوا د دوو میاشتو پرلپسې هلو ځلو په پایله کې جوړه شوې ده.

 

د ولسمشر په خبره، د روغې جوړې د جلسې جوړېدو موخه، د حکومت تر چتر لاندې د سولې د خبرو پر مخ وړل او د سیاسي او جهادي مشرانو په ملتیا د یو واحد صف په توګه سولې ته کار کول دي.

 

ولسمشر ټینګار کړی چې د روغې جوړې جلسې او د مذاکراتي ټیم جوړېدو بل هدف دا دی چې هېواد کې افغان وژنه نوره پای ته ورسېږي او سوله تامین شي.

 

د هېواد ولسمشر ویلي چې د روغې جوړې د رهبرۍ جلسه صلاحیت لري چې د سولې د خبرو لپاره د مذاکراتي ټیم غړي او پلاوی وټاکي.

 

ولسمشر د روغې جوړې جلسې غړو ته په خطاب کې ویلي: هغه کسان به د سولې د مذاکراتي ټیم غړي نه شي او نه يې څوک ټاکلی شي چې د هېواد تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې ګواښي، د نظام او ولسواکۍ پر ضد څرګندونې کوی.

 

د ولسمشر په وینا، روغې جوړې جلسې غړي به د افغان سولې په تړاو د قطر د راتلونکې ناستې ترسره کېدو په څرنګوالي هم بحث کوي او لازمې پرېکړې به کوي.

 

ولسمشر پر داسې مهال د سولې د خبرو لپاره د ملي مذاکراتي ټیم د جوړېدو په خاطر هڅې کوي، چې په پام کې ده نږدې ورځو کې لومړی ځینې افغان څېرې او ورپسې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب استازو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم غوښتنه کړې وه چې افغان حکومت دې د سولې د خبرو لپاره ملي مذاکراتي ټیم جوړ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.