د ولسي جرګې اداري پلاوى بشپړ شو

ولسي جرګهپه ولسي جرګه كې د هلمند د خلكو استازى نعمت الله غفاري د ولسي جرګې د دوهم مرستيال په توګه وټاكل شو. ولسي جرګې له څلورو ورځو را په ديخوا د اداري پلاوي د غوراوي په موخه ټاكنې وكړې، خو تر نن پورې هم دا پلاوى نه و بشپړشوى. ولسي جرګې نن په ښكاره رايې واخيستې او په دې سره نعمت الله غفاري د ولسي جرګې دوهم مرستيال شو.

په پرونيو ټاكنو كې نعمت الله غفاري او محمد نذير احمدزي د دوهم مرستيالى له پاره  ځانونه نومولي وو چې هيڅ يوه يې پنځوس جمع يو رايې خپلې نه كړې. ولسي جرګې  اړه شوه چې نن په دې اړه ښكاره رايې واخلي چې له اتو كسانو پرته نورو ټولو د هو رايه وركړه. د ولسي جرګې  كورنيو دندو د اصولو له مخې هركله چې د يوه پست له پاره څلور ځلې پټې رايې پايله ورنه كړي وروسته پنځم پړاو رايې ښكاره اخيستل كيږي.

د ولسي جرګې د دې كال د اداري پلاوي په ټاكنو كې ظاهر قدير د لومړي مرستيال ، نعمت الله غفاري دوهم مرستيال، عبدالروف انعامي لومړى منشي  او عرفان الله عرفان د دوهم منشي په توګه ټاكل شوي دي. د ولسي جرګې يو شمير ښځينه غړو نيوكه كړې چې د ولسي جرګې په اداري پلاوي كې يې هيڅ ښځه غوره نه كړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.