د ولسي جرګې د رييس د كورنې څلور غړي مړه شوي

د افغانستان د ولسي جرګې د رييس د كورنې څلورو غړو په يوه ترافيكي پيښه كې ژوند له لاسه وركړ. دا پيښه  تيره شپه په آبدان دښته شوې ده.

د كندز د والي وياند عبدالواسع باصل وايي چې تيره شپه د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي او د تخار د پخواني والي عبدالطيف ابراهيمي د كورنې څلورو غړو هغه وخت ژوند له لاسه وركړ چې موټر يې د امام صاحب ولسوالې او دشت آبدان په لاره  له يوه باروړونكي موټر سره ټكر وكړ

هغه وايي په دې پيښه كې اوه تنه  نور ټپيان شوي دي . خو د امام صاحب ولسوال وایی په  مړو شويو كې د ابراهيمي مور، يو ځوان هلك او دوې نجونې شاملې دي او په اوو ټپيانو كې چې د دوو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى د كندز روغتون ته ليږدول شوي دي. سرچينه وايي په دې پيښه كې د تړاو په تور د باروړونكي موټر چلوونكى نيول شوى دى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.