د ولسي جرګې تالار کې نن د یوې شکمنې رایې په سر ټاکنې وشوې چې اکثریتو وکیلانو رایه باطله او د بیا ځلي ټاکنو ترسره کېدو غوښونکي شول.
د شکمنې رایې په سر ټاکنو کې نن ۱۲۵ وکیلانو د رد رایه، ۹۰ وکیلانو تایید، ۱۶ باطلې او ۳ سپینې وکارولې.
نننۍ ناسته کې اعلان شوی چې د کورنیو دندو او اصولو له مخې به، د ولسي جرګې د ریاست ټاکنو لپاره بیا ځلې ټاکنې ترسره کېږي.
د ولسي جرګې اوسنی موقت رییس د ننګرهار د خلکو استازو قیس نور وټاکل شو.
ولسي جرګه کې له یوې میاشتې زیاته موده د رییس ټاکلو پر سره لانجه روانه وه.
Leave a Reply