((د ولسي جرګې زیات شمیر غړي خیالي ساتونکي لري))

غلام حسین ناصريد ولسي جرګې یو غړی وايي؛ د ولسي جرګې یو تعداد غړي د خپل ځان ساتنې په پلمه زیات تعداد خیالي ساتونکي لري.

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري وايي، دا لست یې د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې مطرح کړ، خو د ولسي جرګې د مشر په شمول د یو تعداد وکیلانو له توند غبرګون سره مخ شو. ناصري وايي، وکیلان د خیالي تشکیلاتو په وسیله زیات امتیازات ترلاسه کوي. هغه لست چې ناصري په علني غونډه کې نشر کړی، دداسې وکیلانو نومونه پکې دي، چې له ۳۰ تر یو نفر خیالي محافظان لري.

ددې لست پربنسټ: ملا تره خیل ۳۰ کسان، ملا عزت ۲۳، احمدشاه رمضان، حبیبه دانش او شریفه بلخابي هریو ۷ کسان، میربت خان منګل ۶ کسان، محمد فرهاد صدیقي، صفورا ایلخاني، صفوره نیازی او احمد بهزاد هر یو ۵ کسان، رنګینه کاکړ، عبیدالله بارکزی او قیس حسن هر یو ۴ کسان، موسی خان نصرت، نقیب الله فایق، فهیمه سادات او عبدالصبور خدمت هر یو ۲ کسان او شیر ولي وردګ یو نفر خیالي ساتونکي لري. د ناصري په قول دا وکیلان له یاد شمیر ساتونکو امتیازات معاشونه او امکانات په جیب کې اچوي یا یې په نورو لارو لګوي.

په امنیتي ځواک کې د خیالي سرتیرو موضوع له ډیره وخته د وزارت داخله او دفاع په تړاو مطرح کېږي، په وروستیو کې یو راپور په ډاګه کړې وه، چې په افغانستان کې ۱۳۰ زره امنیتي ساتونکي او سرتیري خیالي دي، چې اکثره یې پولیس دي او حکومت ددوی په نوم ځینو زورواکو یا فاسدو چارواکو ته ډېر امکانات ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.