برېښنا شرکت ولسي جرګه کې د بلخ استازي عباس ابراهیم زاده د کور برېښنا پرې کړې ده.
د برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ابراهیم زاده د برېښنا یو مزی غلا کړی و او له همدې مزي څخه يې خپل کور ته په غلا برېښنا تېره کړې وه.
خبرپاڼه کاږي چې غلا شوی لین د برېښنا شرکت ټیم کشف او ظبط شوی دی.
راپورونه وايي، چې د ولسي جرګې دغه غړي تر دې وړاندې هم له نورو بېلا بېلو لارو برېښنا غلا کوله او کور ته یې تېره کړې وه.
برېښنا شرکت څو ورځې مخکې هم د ۱ چین برېښنا پرې کړې وه او تازه یې د ۷ نورو هغو کسانو برېښنا قطع کړې چې میلیونونه افغانۍ پور وړي دي.
Leave a Reply