د وړ ممۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالبصیر ووژل شو افغان ځواکونو د پکتیکا ولایت وړممۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې تصفیويي عملیات کړي دي. ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې عملیاتو کې د وړ ممۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالبصیر وژل شوی دی. خبرپاڼه کاږي، له بصیر سره ۳۰ نور طالبان هم وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه د شویو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
Leave a Reply