د يمګان او درقد د بيا نیولو عمليات پيليږي

حمدالله دانشيد بدخشان د يمګان او تخار د درقد ولسواليو د چاڼولو په موخه به ډير ژر پوځي عمليات پيل شي.  په شمال ختيځ كې د پوليسو چارواكي وايي په دې اړه يې يو بشپړ پلان چمتو كړى چې په يوه مناسب فرصت كې به يې عملي كړي.

په شمال ختيځ كې د ۸۰۸ سپين زر زون قوماندان لوى پاسوال شير عزيز كامه وال وايي د جګړې پلان چمتو شوى او غواړي په سږ ژمي كې د وسله والو پرضد پراخ عمليات كړي.  د بدخشان يمګان او د تخار درقد ولسوالۍ نيژدې دوې مياشتې وړاندې وسله والو ونيولې.

بلخوا د كندز ډير اوسيدونكي هم په دغه ولايت كې د وسله والو د فعاليتونو په اړه انديښمن دي او وايي وايي يوازې د ولسواليو په مركزونو او ښار كې وسله وال طالبان نشته نور په ولسواليو او د ښار په څنډو كې فعال حضور لري.

د كندز مرستيال والي حمد الله دانشي هم د خلكو دا انديښنې پرځاى ګڼي او وايي له يوې مياشتې را په ديخوا د وسله والو پرضد د شپې عمليات پيل شوي چې ډير ژر به پراخ ځمكني عمليات هم پيل شي. هغه وايي دا عمليات به تر هغه دوام وكړي چې كندز په بشپړه توګه له وسله والو پاك شوى نه وي.

له بلې خوا په تخار كې د ملي اردو د شلمې فرقي قوماندان غلام محى الدين غوري وايي په دې ولايت كې وسله وال نور ددې توان نه لري چې له دولتي ځواكونو سره مخامخ شي.

كامه وال په داسې حال كې په دغه ولسواليو كې د وسله والو پرضد  د عملياتو خبره كوي چې دكندز تر بيرته نيولو وروسته د ملي دفاع وزارت ويلي وچې په دغو ولايتونو كې به د وسله والو پرضد پراخ عمليات پيل كړي، خو تراوسه هم لا نه دي پيل شوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.