د ټاكنو خپلواك كميسيون د دوشنبې په ورځ د ټاكنو نيټه اعلاموي

احمد يوسف نورستانيپه داسې حال كې چې د ټاكنيزو اصلاحاتو په موخه د ولسمشر تقنيني فرمان ملي شورا رد او د ټاكنيزو كميسيونو د كميشنرانو د غوراوي  كميټه لاهم په يوه قانوني خلا كې پرته ده، د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس احمد يوسف نورستاني وايي چې دوى به د دوشنبه په ورځ د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو د ټاكنو تقويم اعلام كړي.

احمد يوسف نورستاني چې نن د وضاحت په موخه ولسي جرګې عمومي غونډې ته وربلل شوى وويل دا كميسيون د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاكنو له پاره چمتو دى چې د تيرو ټاكنو ستونزو ته په پام سره يې له كورنيو او بهرنيو بنسټونو سره تر سلا مشورې وروسته يو لړسمونونه هم راوستي دي.

هغه وويل: (موږ به د دوشنبي په ورځ چې د جدي میاشتي   ۲۸ نيټه ده  د ټاکنو دترسره کیدو نیټه اعلام کړو .  موږ  به په خپل تقویم کې داصلاحاتو په راوستلو سره ټاکني ترسره کړو .)

هغه وايي دغه كميسيون مخكې هم د ټاكنو له پاره چمتو والى درلود، خو د سياسي ستونزو له كبله دا ملي پروسه يو كال وځنډيده. نوموړى  وايي حكومت ورسره موافقه كړې چې دوى د ټاكنو نيټه اعلام او ټاكنې ترسره كړي: (حکومت د دي طرف داره دی چې ټاکني وشي،خلک او ملي شورا هم د دې غوښتنه لري، ځکه يي د ټاکنیزو قوانینو د اصلاحاتو او غوراوي کمیټي په اړه د ولسمشر تقنیني فرمانونه رد کړل.)

بلخوا د ولسي جرګې يو شمير غړي وايي حكومت هيڅ اراده نه لري چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنې ترسره كړي.

ولسي جرګېد ولسي جرګې غړى احمد بهزاد وويل د پردې تر شاه نورې خبرې دي . هغه وايي: (د ټاکنو دترسره کیدو لپاره اراده نشته  د پردي تر شاه نوري خبری دي  ځکه که حکومت تصمیم درلودلاى  نو د ټاکنو داصللاح لپار به يې د  تقنینی فرمان پر ځاي به يې  یوه  طرحه ولسي جرګې ته لیږلې واى. یو شمیر د ټاکنو په ترسرکیدو او د لويې جرګې په جوړيدو كې خپلې ګټې نه ويني .)

د ولسي جرګې غړي دغه راز وايي ښايي د حكومت دواړه مشران په خپله خوښه په دې اړه كومه پريكړه وكړي. د ولسي جرګې غړى نقيب الله فايق وايي: (دوه لید لوري دي یو قانونی او بل مصلحتی که قانوني شي خو  موږ قانون تصویب کړى او کمیسیون مو ګومارلى او که مصلحتي وي نو دواړه مشران به تصميم ونيسي، خو دا مصلحت دى او د قانون نوم دې نه ورکوي.)

د ټاكنو د خپلواك كميسيون رييس وايي چې ټاكنې يوازې د دوى په چمتووالي پورې تړلې نه دي بلكې د امنيت ټينګښت او مالي تمويل يې هم مهم دي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون په داسې حال كې د ولسي جرګې او ولسواليو د شوراګانو ټاكنو ته چمتو والى ښيي چې د دغه كميسيون له خوا د ولسمشرۍ د تيرو ټاكنو په پايله ترډيره نيوكې موجودې وې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.