د ټاكنو نوي كميسيونونه جوړيږي

سرور دانشد ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایی ژر به نوي ټاکنیز کمیسیونونه جوړ شي.  هغه وایی د ټاکنیزو بنسټونو د واکونو، دندو او تشکیلاتو په قانون کې د تعدیل لپاره د تقنیني فرمان  له صادرېدو وروسته به د غوراوي کمیټه ژر کار پیل کړي.  نوموړی وایی، د غوراوي کمیټې په ترکیب کې به بدلون راشي.

هغه په دې اړه نور جزيات نه دي وركړي چې د ټاكنيزو كميسيونو د كميشنرانو د غوراوي په كميټه كې به څه ډول بدلون رامنځ ته شي. هغه وايي حكومت ژمن دى چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاكنې په پوره روڼتيا ترسره شي.

د ټاكنو پرسره د ناندريو دوام ددې لامل شو چې تراوسه هم حكومت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاكنو په ترسره كيدو نه دى بريالى شوى.

د ټاکنیزو بنسټونو د کمیشنرانو بدلون او په ټاکنیز نطام کې ژور سمون د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو د هوکړه لیک مهمه برخه ده  خو د څه باندې یوه کال په تېرېدو سره لاهم دا چاره نه ده عملي شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.