د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ټاپې پروژې له اجراییوي رییس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف سره کتلي دي.
دواړو لوریو د ټاپي پروژې د عملي کارونو د پیل، د پروژې د امنیتي ارزیابۍ او د امنیت د تامین په اړه خبرې کړې دي.
د ملي امنیت سلاکار د دې پروژې د امنیت د تامین په اړه ډاډ ورکړی او هیله مندي یې ښودلې چې د ټاپي پروژې عملي چارې دې ژر پیل شي.
د ټاپي پروژې اجراییه رییس امانوف ویلي چې له امنیتي ارزیابۍ وروسته به ډېر ژر د پروژې ساختماني چارې پیل شي.
Leave a Reply