د ټاکنو تر پای ته رسېدو حکومت کي ټولې مقررۍ وځنډول شوې

د ټاکنو تر پای ته رسېدو حکومت کي ټولې مقررۍ وځنډول شوې

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي: د چارو د لا ښه تر سره کېدو، رونټيا او د وظيفوي مصوونيت په خاطر د ولسمشريزو ټاکنو تر پای ته رسېدو پورې، د دغې ادارې اړوندې ټولې نوې مقررۍ او استخدامونه وځنډول.

د یادې ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سيمه‌ييزو ارګانونو د رهبري د پرېکړې په اساس، تر هغه وخته پورې چې ټاکنې پای ته رسېږي، په مرکز، ولايتونو، ولسواليو او ښارواليو کې له لومړي بست نيولې، تر اتم بست پورې هيڅوک نه مقررېږي او که پخوا ځينې کسان شارټ ليسټ شوي وي، يا يې ازموينه هم اخيستل شوې وي، د مقرري پاتې چارې به يې د ټاکنو تر کېدو وروسته پر مخ وړل کېږي.

د دې پرېکړې په اساس، يوازې د جدي اړتيا، امنيتي ستونزو، اداري فساد او يا د کارکوونکيو د بې‌کفايتي له امله اړوندې ادارې کولای شي، ځينې کسان مقرر او ځينې له دندو ګوښه کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.