د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي

محور، دوشنبه، د مرغومي ۲۳مه

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د دایکندي دفتر د دې ولایت د شکایتونو له څېړلو وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړي لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.  د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون په دایکندي کې د ثبت شویو  ټاکنیزو شکایتونو له څېړلو وروسته وموندله چې د اتو معتبرو محلونو رایې چې ۳۵۸ رایي دي د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو لخوا باطلې شوي دي. د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس چمن شاه اعتمادي وايي د دغه  ولایت د کمېشنرانو د پرېکړې له مخې، د دې بنسټ غړي لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.  د ثبت شویو شکایتونو د څېړلو تر ابلاغ وروسته به ټاکل شوې ۲۶ ولایتونو کې د رایوو بیا شمېرنه د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا تطبیق شي. د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون یو غړی قطب الدین رویدار وایی، څه باندې ۳۵۰۰ محلونه به بیا وشمېرل شي. د ټاکنیزو شکایتونو په خپلواک کمېسیون کې د استناف غوښتنې نږدې پنځه سوه دوسیې ثبت شوي دي، ټاکنیزې ډلې سر له سه شنبې    د درې ورځو لپاره کولی شي، د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو د پایلو په تړاو د استناف غوښتنه وکړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.