د ټاکنیزو کمیشنرانو د غوراوي کمیټې په نوې بڼه له سره جوړیږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیوند ټاکنو د خپلواکو کمیسیونو د کمیشنرانو د غوراوي کمیټه له سره جوړیږي. د ولسمشر د نوي فرمان له مخې چې په دې وروستیو کې صادر شوی او د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفرهاشمي وایي د صادریدو له نیټې نافذ دی د ټاکنیزو کمیسیونونو  کمیشنرانو او نورو مسولینو بدلون زمینه برابروي.

د ټاکنیزو کمیسیونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو د قانون فرمان  ۱۲ ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني لاسلیک کړی، خو تراوسه یې جزیات رسنیو ته نه وو رسیدلي. د دغه فرمان پربنسټ به د ټاکنیزو کمیسیونو د غړو د غوراوي کمیټه له سره په نوې بڼه جوړه شي.

د دغه قانون له مخې د ملي شورا د دواړو جرګو، سترې محکمې، د اساسي قانون پرپلی کیدو د څار، د بشري حقونو  او اداري اصلاحاتو د کمیسیونو  رییسان او د مدني بنسټونو دوه استازي ګډون ولري.

تر دې وړاندې ولسمشر یو بل فرمان هم صادر کړی و چې غوښتل یې پربنسټ یې د ټاکنو په قانون او د ټاکنیزو کمیسیونو د جوړښت او د ټاکنو په قانون کې تعدیل راولي، خو هغه فرمان د لیندی په دیرشمه ولسي جرګې رد کړ. په هغه فرمان کې د کمیشنرانو د غوراوي په کمیټه کې د سترې محکمې او بشري حقونو، د اساسي قانون پر تطبیق د څار  او اداري اصلاحاتو د کمیسیونونو  څلور غړي او د مدني ټولنې درې غړي په پام کې نیول شوي وو.

په نوي فرمان کې د غوراي د کمیټې د رییس د کار موده له درېیو کلونو څخه دوو کلونو او شپږ میاشتو ته را کمه شوې او د ټاکنیزو کمیسیونو د غړيو عمر له ۳۰ کلونو ۳۵ کلونو ته لوړ شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.