د ټرام پرېکړو په چین کې دیاد هیواد سفیر استفا ته اړ کړ

په چین کې د امریکا سفیر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده. د سي. ان. ان د معلوماتو له مخې په چین کې د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر ډیویډ رانکين د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځينو پرېکړو په غبرګون کې استعفا کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د نوموړي استعفا تر اوسه په رسمي توګه نه ده منل شوې. راکنن ویلي، هغه ځکه له خپلې دندې استعفا کړې، چې ټرمپ د فرانسې له اقلیمي تړون څخه د وتلو پرېکړه وکړه.
راکنن د ولسمشر اوباما په وخت کې له دغه تړون سره د امریکا د یو ځای کېدو د پروسې مشري کوله او له چین سره یې په دې اړه مذاکرات کول. هغه د ټرمپ دغه کار د منلو وړ نه دی بللی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.