د ټرمپ د سلوک له وجهې په سپینه ماڼۍ کې کار کولو ته څوک زړه نه ښه کوي

امريکايي واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، تر هغې وروسته چې ټرمپ د اف بي آی مشر جيمز کومي له دندې ګوښه کړ اوس په سپينې ماڼې کې څوک دندې ته زړه نه ښه کوي.
د ټرمپ ګوندي ملګرو ورځپاڼې ته ويلي، د ټرمپ بې ثباته دريځ او هغه کارونه، چې خلکو ته غوسه ورولي، د دې سبب شوي چې څوک ورسره کار کولو ته زړه ښه نه کړي. واشنګټن پوسټ وايي، له يوې خوا خو د دولتي پوسټونو د ډکولو لړۍ له ځايه ورو پر مخ ځي، له بلې خوا وروستيو ناندريو دا لړۍ لا سېکنه کړې ده.
سپينې ماڼۍ بيا دا ادعا رد کړې او ويلي يې دي، چې د ټرمپ په اداره کې کار کولو ته لېوالتيا ډيره ده. سپینې ماڼۍ د مې په میاشت او د جون په لومړۍ نیمايي کې د هغو کسانو د استخدام لړۍ چټکه کړه چې د سنا جرګې تایید ته اړتیا لري. سپینې ماڼۍ په دې موده کې د رایې اخیستنې په موخه سنا جرګې ته ۹۲ کاندیدان معرفي کړي وو. له جنورۍ څخه تر اپرېل میاشتې پورې بیا ۵۹ کسان د ولسمشر ټرمپ له لوري سنا ته ور پېژندل شوي وو. د هغو شمېرو له مخې چې واشنګټن پوسټ خپرې کړي، د ټرمپ د کابینې د هر کاندید د معرفي کېدو بهیر په اوسط ډول ۲۵ ورځې وخت نیولی دی. دا په داسې حال کې چې د بارک اوباما په حکومت کې دا موده دوه ورځې او د بېل کلنټن په وخت کې یوه ورځ وه. د بوش د کابینې کاندیدان هم په یوه ورځ کې د سنا له لوري تایید کېدل.
ورځپاڼه زیاتوي دا مهال د ټرمپ د کابینې یو شمېر احتمالي کاندیدان د ولسمشر د اخلاقو او د لوړ پوړو چارواکو د چلند په اړه غور او ارزونه کوي.
سرچینې د امریکا د انرژۍ د پخواني وزیر (بېل والډز) له قوله لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ یوه ورځ د خپلې کابینې د عدلیې وزیر جېف سېشنز ته ښکنځلې وکړې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.