د پاریس بریدونه اروپا ته د سخت دریځۍ پرضد د چمتووالي غږ

پاریسپه پاریس کې دتېرې شپې بریدونو ټوله اروپايي ټولنه او د نړۍ هغه هېوادونه لړزولي دي، چې تردې مهاله یې اسلامي سخت دریځي د اسیا ترڅو اسلامي هېوادونو منحصره ګڼله او اټکل کېده چې د ترهګرو مسیر متفاوت دی، چې اروپا نه پکې راځي.

دغه بریدونو ۱۲۸ کسان وژلي او په دوه سوه ټپیانو کې د ۸۰ کسانو روغتیايي حالت نازک دی. د فرانسې ولسمشر اولاند ویلي، دا له فرانسې سره د داعش د جګړې اعلان دی، دوی به تیاری ولري، چې د اسلامي سخت دريځو په مقابل کې په ټول قوت سره وجنګیږي او هغوی محوه کړي.

په ياریس کې په یو لوبغالي، د کنسرتونو پریو حال او یو خوړنځای باندې بریدونه تنظیم شوي وو. اته واړه بریدګر له منځه وړل شوي او اووه یې ځانمرګي وو. په فرانسه کې خلکو ته ویل شوي له کورونو دې نه راوځي، د خلکو روان له کاره لویدلی او هر سړی په پاریس کې د بل برید ویرې اخستی دی.

د فرانسې چارواکو ویلي،‌ دوی پوهېږي چې دا د اسلامي دولت د سخت دریځو کار دی، چې حمله له بهره تنظیم شوې او له فرانسې دننه ورسره همکاري شوې. فرانسوي څاروونکي وايي، فرانسې له امریکا سره د داعش پرضد په سوریه کې د هوايي بریدونو ملتیا وکړه او هغه وخت داعش په یوه ویډیو کې فرانسې ته ګواښ‌کړی و،‌چې په فرانسې ته به ددې جګړې بدل وروګرځوي.

د نومبر په پنځمه فرانسې ته په لاره یوه لارۍ کې ګڼې وسلې او لاسي بمونه ونیول شول، هغه سړي ویلي و چې دا یې شخصي سوداګري ده خو دا وسلې اټکل کېږي چې په فرانسه کې سخت دریځو ته رسېدې. ځینې شنونکي د چارلي ابدو پرمجلې د برید بل پړاو ګڼي چې د حضر محمد کارتون یې خپور کړی و.

د نړۍ ټولو مشرانو له فرانسې سره غمرازي څرګنده کړې او اروپايي هېوادونو په تیره جرمني او بریتانیا ویلي، دوی د اسلامي سخت دريځو د احتمالي جګړې لپاره باید چمتو و اوسي.

د جرمني صدراعظمې انګلا میرکل ویلي، هم د فرانسویانو سره یوشان احساس کوي او هم ورسره ژاړي او دا د اروپايي ټولنې د بیدارۍ لپاره لومړنۍ چغه وه. وروستي راپورونه چې لودیځو رسنیو خپاره کړي ادعا پکې شوې چې داعش ددغو بریدونو پړه په غاړه اخستې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.