د پاریس بریدونه او په اروپا کې د مهاجرو په برخلیک د هغه اغېزې

فرانسهد ویانا د ښار په څنډه کې یو ځوان مهاجر ګورم چې کمپ ته نوی داخلېږي. ځوان افغان دی او تر شا یې یوه عربه کورنۍ هم د نوملیکنې په قطار کې ولاړه ده. قطار همداسې اوږد دی. بوډاګان، ځوانان، ښځې او ماشومان هم بې شمېره دي. پولیس یې نوم راجستر کوي او کمپ کې د اوسېدو ځای ورکوي. دا یو له هغو لسګونو کمپونو دی چې په اتریش کې د مهاجرو لپاره ځانګړی شوی. تر تېر کال د مخه دا د مهاجرو لپاره په اوتریش کې یوازینی لوی کمپ و خو د سوریايي، عراقي او افغانو مهاجرو له ډېرېدا سره څه کم یو کال کېږي‌چې دا کمپ ډک دی او دولت د بې‌شمېره کمپونو په لرلو سربېره بیا هم اړ دی چې نوي کمپونه پیدا کړي تر څو راروان مهاجر پکې ځای کړي.

د اوتريش محافظه کار ګوند دتېرې میاشت په ټاکنو کې که څه هم ټاکنې ونه ګټلې خو د دویمې نړیوالې جګړې نه راپه دېخوا یې په خپل ګوندي تاریخ کې تر ټولو زیاته سلنه رایه خپله کړې. په ټاکنو کې د دوی یوازینی شعار دا و چې واک ته له رسېدو سره سم به د اوتریش له سرحدونو اغزن سیم تاو کړي او نویو تازه مهاجرو ته به پناه ورنکړي. دوی د جرم، غلا او ځینو نورو ټولنیزو ستونزو دلیل یوازې مهاجر بلل. خلکو ته یې دا وېره ذهنونو کې اچوله چې د مهاجرو په زیاتېدو یې کلتور په خطر کې دی او راروانو لسیزو کې به د مهاجرو نفوس په دې ملک کې ځکه زیاتېږي چې نظر اوتریشیانو ته ډېر ماشومان زېږوي.

دا شعارونه او بحثونه که څه هم له حقیقته لرې دي خو د یو ارام اروپايي هېواد لپاره چې خلک یې لا د مخې محافظه کار دي مهم ښکاري.

دا یوازې اوتریش نه و چې د مهاجرو د زیاتېدو له کبله محافظه کار ګوند پکې د پیاوړي کېدو په حال کې دی بلکې څو اوونۍ مخکې په پولنډ کې هم د هغې ملک ښي اړخي محافظه کار ګوند اکثریت رایې تر لاسې کړې او د مهاجرو په سر د اروپايي اتحادیې ناسته کې یو له هغو پنځو ملکونو څخه و چې ویل یې نوي مهاجر به نه قبلوي او د اروپايي ملکونو تر منځ د مهاجرو د وېش سره مخالف دی.

په داسې حال کې چې اروپايي ملکونه د مهاجرو په وېش سره سلا ته نه دي رسېدلي د نومبر په ۱۳مه د پاریس په ښار کې چاودنه وشوه. دې چاودنې څه باندې ۱۲۷ کسان وژل او بېحده زیات شمېر کسان یې ژوبل کړل چې د سلو ژوبلو کسانو حال هم سخت ښودل شوی دی. د چاودنې پړه اسلامي دولت (داعش) په غاړه واخیسته. تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا په فرانسه کې تر ټولو لویه انسانوژنه بلل شوې. تر چاودنې وروسته د فرانسې لومړي وزیر فرانسوا هولانډ سم د واره اضطراري حالت اعلان کړل او د ملک واړه سرحدونه یې وتړل چې ترهګر ونه تښتي. دا برید شپږو ترهګرو تر سره کړی و چې یوه یې پکې ښځه بلل شوې.

دا چې د دې چاودنې تر شا به نور کوم رازونه راښکاره کېږي جلا بحث دی خو د جګړه‌ځپلو سیمو نه راغلیو مهاجرو ته ممکن دا ښې پایلې ونلري. د اروپا ښي اړخي ګوندونه ممکن له پېښې نه په استفادې سره د عامه ذهنیت د ځآنته راماتولو کوښښ وکړي. که څه هم په لوړه کچه اروپايي سیاستوال د داسې بحرانونو لویه تجربه تر شا لري او په دې به پوی وي چې دغه ترهګر هماغه خلک دي چې اروپا ته راغلي مهاجر ورڅخه راتښتېدلي خو عوام چې په احساساتو پرېکړه کوي ممکن دا خبره درک نکړای شي.

سره د دې هم د اروپا ځوان نسل تر ډېره حده تر تېر نسله ازاد او لېبرال فکر لري او د کیڼ اړخو ګوندونو په مټ د اوتریش په شمول المان او نورو هېوادونو کې د مهاجرو لپاره د ملاتړ لاریونونه وشول. یوه بېلګه یې څو اوونۍ مخکې په ویانا کې د مهاجرو د ملاتړ په موخه ۱۵۰زره کسیز لاریون و چې خلکو پکې له اوتریشي دولته وغوښتل تر څو اړو مهاجرو سره مرسته وکړي او قبول یې کړي.

د پاریس په شان ورته پېښې ممکن څه ناڅه عامه ذهنیت د مهاجرو خلاف اماده کړي او ښي اړخي ګوندونه ترېنه ګټه واخلي خو په ټولیز ډول اروپايي ولسونه او سیاستوال په تاریخ کې تر ټولو پخه تجربه لري او د خپلو تجربو په بنسټ به دا درک کړي چې اروپا ته راتلونکي مهاجر خپله د مذهبي افراطیت نه راتښتېدلي پناه غوښتونکي‌دي. دوی له هغې افراطیته راتښتېدلي چې له لاسه یې ان فرانسه او اروپا هم ارامه نه ده.

اروپا به دا حقیقت درک کړي او ورته پېښې به د مهاجرو د برخلیک پر سر ډېر اغېز ونلري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.