د پاریس بریدونو په آلمان کې د مسلمانانو په ورځني ژوند بده اغېزه کړې

د آلمان لومړۍ وزیرې او د آلمان ځینو نورو سیاستوالو د پاریس تر بریدونو وروسته د مسلمانانو په وړاندې د خلکو د بدبینۍ د زیاتېدو ګواښ کړی. کارپوهان وايي چې اسلامي افراطیت د عامو مسلمانانو په ورځني ژوند باندې په تېرو څو کلونو کې منفي اغېز کړی.

د پاریس بریدونو په آلمان کې د مسلمانانو په ورځني ژوند بده اغېزه کړېد جمعې په ماښام په پاریس کې رامنځته شویو بریدونو، چې داعش یې پړه په اغاړه واخیسته، په آلمان کې د پناه غوښتونکو د شتون په اړه جدي بحث راپورته کړی.

انګېلا مېرکل، د آلمان لومړۍ وزیرې، د یکشنبې په ورځ د (جي۲۰) ملکونو د مشرانو په ناسته کې وویل چې په پاریس باندې د بریدونو عاملین باید ونیول شي او د دې پېښو اړوند ټول مسایل باید وڅېړل شي. د المان لومړۍ وزیرې وویل دا کار نه یوازې د قربانیانو د کورنیو په خاطر بلکې د هغو بېګناه مهاجرو لپاره هم ضرور دی چې د جګړې او ترهګرۍ له وېرې اروپا ته راتښتېدلي.

د انګېلا مېرکل د خبرو مخاطبین، په غیرمستقیمه توګه، هغه سیاستوال دي چې دې ته نیږدې دي او د پناه غوښتونکو په اړوند د آلمان په قانون کې د جدي بدلونونو غوښتونکي دي تر څو نور ونه منل شي. د آلمان محافظه کار سیاستوال په تېرو څو اوونیو کې سره راغونډ شول او له مهاجرو سره یې د ائتلافي دولت په کړنو انتقاد وکړ چې لارې یې ټولو پناه غوښتونکو ته خلاصې پرې ایښې دي.

مارکوس سودر، د بایرن د ایالت د اقتصاد وزیر چې د مسیحي سوسیال ګوند غړی دی تېره ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې: د پاریس بریدونو ټولې خبرې روښانه کړې. موږ باید وروسته له دې د مهاجرت او المان ته د غیرقانوني راتګ لارې خلاصې پرېنږدو.

د آلمان لومړۍ وزیرېد (جي۲۰) ملکونو د مشرانو د ناستې په څنډه کې یاده کړه چې د مهاجرت له عواملو سره باید په سوریه او هغو ځایونو کې مبارزه وشي چې له بحران سره مخ دي. د‌ المان د دفاع وزیرې، اوزولا فوندرلاین هم د دوشنبې په ورځ د ټولو پناه غوښتونکو په وړاندې د بدبینۍ رامنځته کېدل ناسم کار وبللو او ویې ویل: موږ باید دا اشتباه ونکړو چې د پناه غوښتونکو او ترهګرو تر منځ توپیر ونشو کړای.

د هغې څېړنې پر بنسټ چې د مونسټر پوهنتون په ۲۰۱۰ کال کې ترسره کړې وه د هرو ۵ آلمانیانو څخه دوه تنه له اسلامه ځانته خطر محسوسوي. د تلف پولاک، په همدې پوهنتون کې د‌ ټولنپوهنې د برخې ښوونکی چې دغه څېړنه یې کړې وه وايي د دې ډېر امکان شته چې د پاریس تر حملې وروسته د مسلمانانو په وړاندې حساسیتونه تر مخکې لا زیات شي.

د پولاک په وینا څلور کاله مخکې د دغې څېړنې په وخت کې هم اکثرو المانیانو د اسلامي افراطیانو په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published.