د پاكستان او تركمنستان چارواكي په تاپي پروژه خبرې كوي

پاكستان او تركمنستاند تركمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرى اسلام آباد ته رسيدلى دى. هغه  ته د اسلام آباد د نورخان په هوايي ډګر كې د پاكستان د لومړي وزير نوازشريف له خوا هركلى وويل شو. د دې سفر موخه له پاكستاني چارواكو سره د سيمې د حالاتو او دوه اړخيزو مسايلو په اړه خبرې ښودل شوي دي.

چارواكو ويلي چې د عشق آباد او اسلام آباد ترمنځ د همكاريو د هوكړه ليكونو لاسليكول هم شامل دي. تركمنستان په منځنى آسيا كې د غاز يو صادرونكى هيواد بلل كيږي. دغه هيواد هند ته د افغانستان او پاكستان له لارې د غازو د نل ليكې د ليږدولو طرحه هم لاسليك كړې ده.

د تاپي پروژې دا نل ليكه  ۱۸۰۰ كيلومتره اوږدوالى لري، پاكستان چې د انرژې له كموالي سره مخ دى غواړي دا پروژه ژر ترژره پيل شي. د افغانستان، هند، او پاكستان مشران د دغه پروژې د لاسليك په موخه تركمنستان ته هم سفر كړى و. د پاكستان د كابينې يوه وزير ويلي دا طرحه به د ۲۰۱۹ كال تر پايه بشپړه شي.

د دې پروژې د كار په پيليدو سره په پام كې ده په ورځ كې ۵۰۰ ميليون فوته مكعب غاز د همدې نل ليكې له لارې افغانستان ته وركړل شي. همدا راز هند او پاكستان به هر يو له دې پروژې څخه د ترانزيت له لارې په ورځ كې يو ميليارد او ۳۲۵ ميليون فوت مكعبه غاز ترلاسه كوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.