د پاكستان ديني مدرسې ترهګر روزي

د پاکستان ديني مدرسېپه قبايلي سيمو كې ديني مدرسې د افراطیت او ترهگری اصلی مرکزونه دي. د پاكستان د لومړي وزير د بهرنيو اړيكو سلاكار سرتاج عزيز وايي د پاكستان په قبايلي سيمو او په تيره بيا شمالي وزيرستان كې ديني مدرسې د ترهګرې په زيربنايي بنسټونو بدلې شوې او په همدې مدرسو كې د بمونو د جوړولو، ترهګرۍ او ځانمرګو بريدونو له پاره كسان روزل كيږي.

هغه په واشنګتن كې خبريالانو ته ويلي: (په ميرانشاه كې مې  له يوه جومات څخه ليدنه كوله له جومات بهر هرڅه عادي وو، خو كله چې د جومات تلخونې ته لاړم چې اويا جلا خونې لري، په دې خونو كې د بمونو د جوړولو څو كارخانې، د ځانمرګو د روزلو مركزونه، شبكې، د كنفرانس خونې او نور داسې څه وو چې هيښوونكى و.)

سرتاج عزيز وايي په شمالي وزيرستان كې له ديرشو تر څلويښتو پورې همداسې جوماتونه شته، د پاكستان قبايلي سيمې اوه برخې لري چې يوه يې وزيرستان دى.

هغه وايي كه د دغه جوماتونو او مدرسو مخنيوى نه واى شوى نو دومره بمونو به يې جوړ كړي وو چې د شلو كلونو د بريدونو له پاره به يې بسنه كوله.  هغه وايي دوى يې دا كارخانې ورانې كړې. هغه د دې كار پړه په افغان كډوالو اچولې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.