ټرامپ: د پاكستان له پاره بايد په افغانستان كې پاتې شو

ډونالډ ټرامپد امريكا د ولسمشرۍ ټاكنو يو مخكښ نوماند (ډونالډ ټرامپ) وايي امريكا بايد د پاكستان د اټومي وسلو له پاره په افغانستان كې حضور ولري.

د جمهوري غوښتونكي ګوند دا نوماند وايي امريكا سرتيري بايد په افغانستان كې پاتې شي او د پاكستان د اټومي وسلو ساتنه وكړي، هغه وايي: (د يوه څه مودې له پاره بايد په افغانستان كې پاتې شوځكه د پاكستان اټومي وسلې لوبه بدلوي.)

هغه په ۲۰۱۵ م كال كې هم پاكستان يو خطرناك هيواد بللى و او ټينګار يې كړى و چې بايد اټومي وسلې يې له منځه يووړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.