د پاكستان وزيران د راحيل شريف له سفر ناخبره دي

خواجه آصفد پاكستان د لومړي وزير سلاكار سرتاج  عزيز د پاكستان په مشرانو جرګه كې ويلي چې كابل ته د لوى درستيز راحيل شريف د سفر په اړه بايد د دغه هيواد د دفاع وزير معلومات وركړي. خو د  پاكستان د دفاع وزير خواجه آصف سناتورانو ته ويلي چې په دې اړه معلومات نه لري او ددې له پاره لږ ترلږه يوه ورځ وخت ته اړتيا ده  چې دا معلومات ترلاسه كړي. د پاكستان د مشرانو جرګې رييس هغه ته لارښوونه كړې چې تر پنجشنبه پورې په دې اړه خپل معلومات بشپړ كړي او وروسته عمومي غونډې ته ورشي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.