د پامپیو خبرو ته کابل کې د ایران سفارت توند غبرګون کابل کې د ایران سفارت د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو وروستۍ څرګندونې غندلې دي. د ایران سفارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او هر څه چې د افغانانو په خیر وي، مونږ يې ملاتړ کوو. خبرپاڼه کې راغلي، چې ایران او افغانستان ګاونډي هېوادونه دي او تهران تل افغانستان کې د سولې پلوي کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې چاته به د افغان سولې پروسه کې د مداخلې اجازه ور نه کړي.
Leave a Reply