« د پاچان خان لاره به دوام مومي»

د فخر افغان اته ویشتم تلین غونډهد خان عبدالغفار خان (فخر افغان) اته ویشتم تلین په ننګرهار کې د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شو. دغه مراسمو ته له خیبر پښتونخوا څخه هم لیکوال او د پاچاخان لارویان هم راغلي وو.

غونډې ته ولسمشر محمد اشرف غني په خپل پیغام کې ویلي وو چې د عبدالغفارخان لاره به دوام مومي که څوک پرې خوښ وي او که خپه.

ولسمشر په خپل پیغام کې چې د  ننګرهار د والي سلیم خان کندوزي له خوا ولوستل شو راغلي: ((باچا خان سل کاله پخوا دې حقیقت ته رسیدلی و چې په اوسنۍ زمانه کې کامیابي د علم او معارف له خپرولو پرته ممکنه نه ده.))

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې که د چاخوښه وي او که نه  علم به خپور او د جهل تیارې به ختمې شي هغه وایی: « په افغانستان کې مونږ پنځلس کاله پخوا یوازې نهه لکه زده کوونکي لرل خو اوس د زده کوونکو شمېر د هغه وخت په نسبت تر لس برابره هم زیات شوی او پنځلس کاله پخوا په افغانستان کې د نجونو تعلیم جرم بلل کیده خو اوس په میلیونونو نجونې ښوونځیو ته ځي او علم حاصلوي.»

هغه په پیښور کې د پاچاخان پر پوهنتون برید ګر د لر او بر دښمنان وبلل او ټینګار یې کړی چې له دغه ستونزې د خلاصون یوازینی لاره د زده کړې او تعلیم پراختیا ده.

دې غونډې ته  د باچا خان د بنسټ مشر ارباب محمد طاهر  وویل: «پرپښتون قام جګړه تپل شوې او پکارده چې پښتانه پخپل همت له دې  پردۍ جګړې ځان خلاص کړي.»

د لر او بر د ویښ پښتنون ځوانانو د بنسټ مشر سنګین خان چې له پیښوره غونډې ته راغلی و ټینګار وکړچې تر وروستۍ سلګۍ به د باچاخان د تګ لارې د پلي کیدو لپاره مبارزه وکړي. هغه وویل باچاخان امن غوښته او ویښ ځوانان به ترهغې ارام نشي چې د پښتنو پرخاوره امن نه وي ټنګ شوی.

خان عبدالغفارخان باچا خان ۱۲۵ کاله وړاندې د خیبرپښتونخوا په اشنغر کې وزږید هغه کلونه کلونه د انګريزي ښکېلاک پر وړاندې مبارزه وکړه، چې د همدې مبارزې له امله يې شپږ دېرش کاله په بېلابېلو بنديخانو کې تیر کړل.

ارواښاد پاچاخان په ۱۹۸۸ د جنورۍ په شلمه ومړ او د ده  له وصيت سره سم د جلال اباد ښار په شيشم باغ سيمه کې خاورو ته وسپارل شو. د پاچا خان مزار په جلال اباد کې په پنځه جريبه ځمکه اباد دی، چې د مقبرې د جوړلو کارونه يې کابو ۶۰ سلنه پای ته رسېدلي او د چارواکو پر وينا پر نورو برخو يې هم کار روان دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.