د پاکستان جیو نیوز له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی

د پاکستان جیو نیوز له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی

له تېرو ۴ کلونو راهېسې د پاکستان په اقتصادي وضعیت کې ژور منفي بدلون راغلی دی.

که څه هم پاکستان له اقتصادي زبر ځواک چین سره نږدې او سټراټېژیکې اړیکې لري، خو بیا هم لیدل کېږي چې اقتصادي برخه کې يې کار خراب دی.

جیو نیوز او ډان ورځپاڼه چې په نړیواله کچه پر پاکستان مثبت او د پاکستان ضد هېوادونو باندې منفي راپورنه جوړوي، اوس تازه ویل کېږي چې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دي.

جیو نیوز چې په نړیواله کچه لیدونکي لري او پاکستان ترې د نورو هېوادونو پر ضد د پروپاګند په توګه ګټه پورته کوله، اوس يې چارې د تېر په څېر خورا ټکنۍ شوې دي.

تازه راپورونه دا دي چې جیوز نیوز، له تېرو ۴ میاشتو راهیسې د خپلو ټولو سلګونو کار کوونکو معاش نه دی ورکړی.

د جیو نیوز یو مسوول ویلي: مالومه نه ده چې دوی ته به کله  تنخوا ورکول کېږي او لامل يې هم د پاکستان ناسم سیاستونه او منفي اقتصادي وضعیت دی

یوازې جیو نیوز نه دی، پاکستان نورې زیاتې برخې هم له اقتصادي کړکېچ سره مخ دي.

د پاکستان مرکزي بانک په خپل تازه خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د پاکستان د بد اقتصادي وضعیت یو لامل له افغانستان سره د اقتصادي راکړې و رکړې کمښت دی.

د راپور په حواله، افغانستان ته پاکستان صادرات په بېساري ډول کم؛ خو افغانستان بیا پاکستان ته خپل صادرات څو برابره کړې دي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.