د پاکستان د اطلاعاتو سازمان ایمن الظواهري په کراچۍ کې ساتلی دی

د امریکا د مرکزي اطلاعاتو (سیا ) سازمان په ډاګه کړې چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري د پاکستان د اطلاعاتو د سازمان له خوا په کراچۍ کې ساتل کیږي.

پاکستان ورځ پاڼه dailypakistan د امریکا د اطلاعاتو دمرکزي سازمان د یو لوړ پوړي چارواکي بروس ریدل له قوله لیکي، داسې شواهد شته چې په ۲۰۰۱ کې د کابل له سقوط وروسته کله چې امریکایې ځواکو نه په افغانستان کې د القاعدې په له منځه وړلو بوخت وو د پا کستان د اطلاعاتو سازمان کوښښ کړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري له ځان سره پټ کړي.

دی چې د منځني او سهیل ختیځې اسیا په چارو کې د امریکا د پخواني ولسمشر ۴۴ مشاور هم وو وویل: امکان لري چې د پاکستان د اطلاعاتو سازمان (آی اس آی) ایمن الظواهري په کراچۍ ښار کې پټ کړی وي.

ریدل همدارنګه زیاته کړې، داچې د پاکستان په کراچۍ ښار کې پا کستاني ځواکونه ډېر زیات دي او هلته د دوی د هوایې او دریایې قواوو نظامي کمپونه موقعیت لري نو د امریکایې ځواکونو له پاره به سخته وي چې د القاعدې رهبر ایمن الظواهري دي ونیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.