د پاکستان ۳۵ ترهګرې ډلې له داعش سره اړیکي لري

داعشد پاکستان د ترهګرۍ ضد سازمان اعلان کړی، چې داعش ددغه هیواد له ترهګریزو شبکو سره اړیکي جوړ کړي او په دغه هېواد کې په ځانګړې توګه په سند ایالت کې دپراختیا په حال کې دی.

ایراني رسنۍ وايي، سره له دې چې پاکستان په وار وار په دغه هېواد کې دداعش موجودیت رد کړی خو اوس یې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ادارې ویلي، چې تر ۳۵ زیاتې فعالې ترهګرې ډلې له هغې جملې لشکر جنګوي له داعش سره نږدې اړیکې لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي فارس اژانس ته ویلي: عبیدالله یوسف الیاس او عبدالعزیز ثاقب په پاکستان سند کې دداعش سیمه ییزه مشري پرغاړه لري.

دغه پاکستاني چارواکي ویلي: شاهد کوکهر چې تازه په سند ایالت کې نیول شوی په پاکستان کې د داعش یو خطرناک غړی و او پلټنې ورڅخه دوام لري. راپور زیاتوي، چې د ناباورۍ په اوج کې داعش ترهګره شبکه توانېدلې په سند کې خپلو فعالیتونو ته وسعت ورکړي او ددې ایالت په مرکز کراچۍ کې خپل ځای ځایګی مستحکم کړي.د ترهګرۍ ضد ادارې نوي نظامي ځانګړي تشکیلات جوړ کړي او په سند کې یې د داعش پرضد پراخ عملیات پیل کړي دي.

د سند ایالت د پولیسو ویاند خبریالانو ته ویلي: لشکر جنګوي او القاعده شبکې له داعش سره یوځای شوې او هڅه کوي ددې شبکې فعالیتونه په ټول پاکستان او افغانستان کې پراخه کړي. هغه زیاته کړه: داعش او لشکر جنګوي د شعیه وګړو په تکیه خانو، جوماتونو او د تجمع په مراکزو بریدونه خپل لومړي توب ټاکلی او په حقیقت کې له فرقه يي تمایلاتو او افکارو پیروي کوي.
د پولیسو ویاند وايي: داعش پر بانکونو او د تجارتي شرکتونو په دفترونو له بریدونو غواړي په پاکستان کې د خپلو فعالیتونو د پراختیا د مالي لګښتونو لپاره امکانات پیدا کړي. ویاند زیاته کړه چې د بهرنیو امنیتي ځواکونو د پریمانه مرستو له دریدو سره داعش ترهګر توانېدلي چې له دې موقع ګټه واخلي او په پاکستان کې خپل شبکه غښتلې کړي.

د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ادارې د سند ایالت مشر راجا عمر خطاب وايي، دپاکستان پولیسو هغه ښځې نیولې او لا یې د نورو د نیولو په لټه دي، چې په شتمنو کورنیو پورې تړاو لري.

خطاب وویل: د ۲۰ میرمنو یوه ډله چې اکثره یې د شتمنو کورنیو څخه دي، داسې میموري فلشونه په خلکو ویشلي، چې دداعش د فعالیتونو او جلب او جذب تصویرونه ویډیوګانې پکې دي او خلک هڅوي چې د اسلامي ترهګرۍ د دې نوې ډلې ملاتړ وکړي. دغو میرمنو همدا رنګه دداعش غړو سره د میرمنو د ودونو یا نکاوو طریقه هم تر لاس لاندې نیولې ده. خطاب زیاتوي چې دا ډله د خیریه مرستو د راټولونکو موسساتو او بنسټونو په بڼه داعش ته اعانه راټولوي.

څه مهال وړاندې پاکستان د لومړي ځل لپاره داعش ډله د ترهګرو لست ته شامله کړه. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د راپور پربنسټ په پاکستان کې اکثره ترهګريز بریدونه هغه کسان ترسره کوي، چې په داعش، لشکر جهنګوي، جیش محمد، لشکر طیبه، سپاه صحابه، د القاعده اسلامي تحریک او حزب التحریر سره تړاو لري.

څه مهال وړاندې د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې څانګې خبرداری ورکړی و، چې داعش د پاکستان په لویو ښارونو په تیره لاهور کې د فرانسې په څیر د سترو بریدونو په لټه کې دی. داعش د خپلو فعالیتونو لپاره پاکستان ډېر مناسب ګڼي، ځکه چې په دغه هیواد له بې ساري امنیتي خطرونو سره مخ دی، ۴۸ ترهګرې ډلې پکې فعالې دي او اکثره غړي یې د داعش په څیر وحشیانه طبعته، خشن او سخت مجازات خوښوونکي دي.

سپاه صحابه، لشکر جنګوي او اکثره نور ترهګر سازمانونه چې تر یو مهاله د پاکستان دګټو د خوندیتوب لپاره د پاکستان تر ژغ لاندې وو، له طالبانو او القاعده سره یې ژورې اړيکې دي، او اوس په پاکستان کې دداعش د فعالیتونو له غوړېدا سره مرسته کوي.

ځینې شنونکي وايي، پاکستان ځکه د داعش د پراختیا اوازې ګرمې ساتي، چې د امریکا او ناټو پوځي پریمانه مرستې ترلاسه کړي، او دغه زار خپل ځان روس، چین او نورو سیمه ييزو متحدینو ته زیانمن وښيي یا په بله اصطلاح له داعش څخه خپل ملاتړ پټ کړي، خو د ایراني رسنیو راپور چې له داعش سره په مذهبي لحاظ جدي ستونزې لري یا له بالفعل خطر سره مخ دی د پاکستان په اړه نوی تصویر رابربنډوي.

ایران داسې تصور کوي، چې پاکستان په وړو ډلو کې د خپلې ګټې عیار ترهګر نور نشي کنټرولولای او کیدای شي، داعش تر بل هرځای پاکستان ته په لوی خطر بدل شي. داعش چې لویه داعیه پرمخ وړي، ښايي د پاکستان کورنۍ ګټې له خطر سره مخ کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.