“د پردې تر شاه د سولې د مذاکراتو مخالف يو”

“د پردې تر شاه د سولې د مذاکراتو مخالف يو”

د دایکنډ ولايت مدني ټولنو د سولې د مذاکراتو په تړاو د حکومت له دریځه ملاتړ اعلان کړ او يادونه يې وکړه، چې د سولې خبرې باید بين الافغاني وي.

د مدني ټولنو دغه سلګونو استازيو  د ” سولې پروسه کې د ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو، ساتنه او اړتیا” عنوان غونډه کې اعلان وکړ، چې د سولې د پټو مذاکرتو مخالف دي.

د پوهنتون استاد او د مدني ټولنې غړي محمد حسین مظفري د سولې پروسه کې صداقت مهم اصل وګاڼه او هيله يې وکړه، چې ښکیلې غاړې بايد رښتني اوسي.

مضفري وويل: (( سوله اړتیا ده، خو نبايد مبهمه او د پردې تر شاه وي.))

حمیدالله رستګار دایکندي د مدني فعالانو په مشرۍ وويل، د سولې پروسه کې نبايد د افغانستان د  ۱۸ کلونو راسته وړانې له منځه یوړل شي.

رستګار وويل: ((اساسي قانون، ملي شورا، د مېرمنو حقونه، رسنۍ،امنيتي او دفاعي ځواکونه، ډیموکراسي او نور ډېر پرمختګونه د افغانستان د ۱۸ کلونو راسته راوړنې دي، دا لاسته راوړنې بايد وساتل شي او د پټو مذاکراتو ښکار نه شي.))

نوموړي يادونه وکړه، چې د سولې خبري بايد بين الاافغاني وي، څو افغانستان ته باعزته سولې برخمن شي.

مدني فعال رحمت الله مومل سوله د افغانستان د خلکو لومړۍ غوښتنه وبلله او له نړیوالې ټولنې يې وغوښتل، چې بین الافغاني مذاکراتو ته دې زمینه برابره کړي.

د غونډې په پای کې یادو ټولنو په څلور مادو کې پریکړه لیک خپر کړ، چې په کې د پټو او پردې تر شاه د سولې له مذاکراتو سره مخالفت ښودل شوی دی.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.