د پيښور په بريد كې شل تنه وژل شوي

د پيښور بريدد خيبر پښتونخوا په مركز پيښور كې په يوه ملكي پوهنتون د وسله والو په بريد كې ترشل پورې كسان وژل شوي دي. دا بريد نن سهار په نهو بجو او ديرشو دقيقو د پيښور په چارسده سيمه كې پيل شو.

رپوټونه وايي چې د پاچاخان په پوهنتون په بريد كې څلور وسله وال هم وژل شوي او د سيمې چانيز عمليات دوام لري. چارواكي وايي دوو بريد ګرو ځانمرګي واسكټونه هم درلودل چې ناچاودلي پاتې شوي.

د پاكستان د دفاع وزارت وايي ډزې دريدلې چې ښايي وسله وال ټول وژل شوي وي. د پيښې له ځايه روغتونو ته تر ۵۰ پورې ټپيان وروړل شوي دي. د پاكستان لومړي وزير نوازشريف دا بريد غندلى او وايي چې په دې پيښه كې ډير بې ګناه ملكي خلك وژل شوي چې په هيڅ دين كې جواز نه لري.

د بريد پروخت سلګونه محصلين او استادان په پوهنتون كې موجود و. تراوسه د دغه بريد مسوليت كومې ډلې پرغاړه نه دى اخيستى.

Leave a Reply

Your email address will not be published.