د ” پي ټي ام ” مخکښ غړی عبدالله ننګیال خوشې شو

د ” پي ټي ام ” مخکښ غړی عبدالله ننګیال خوشې شو

محور؛ شنبه، د اسد میاشتې پنځمه نېټه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ عبدالله ننګیال تر دوه میاشتنی بند وروسته د جولای پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې خوشې شو.

نوموړی د شمالي وزیرستان په خړکمر سیمه کې د پاکستاني پوځ په ډزو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر غړو د وژل کېدو تر پېښه وروسته نیول شوی وو.

عبدالله ننګیال دا دوې میاشتې په د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو زندانونو کې تېرې کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ  دوه مخکښ غړي، محسن داوړ او علي وزیر لا هم د پاکستان حکومت په بند کې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.