د پښتنو د سیاست ګونګه ژبه

د پښتنو د سیاست ګونګه ژبه

  • پښتانه د سیاست ډګر کې صفر!
  • په دیپلوماتیکو تکتیکونو نه پوهېږي!
  • هرڅه ته له بېروني بڼې ګوري

عبدالله عبدالله د لویې جرګې د جوړېدو مخالفت ولې وکړ؟

ځکه پوهېده که زه د لویې جرګې غوښتنه وکړم پښتانه هتمن شک کوي چې جرګه ددوی په زیان ده او مخالفت یې کوي! هغه وو چې د لویې جرګې د جوړېدو مخالفت یې وکړ ترڅو خپله پروژه د پښتنو په ژبه او لاس اجرا کړي عبدالله عبدالله چې د لویې جرګې مخالفت وکړ پښتنو فکر وکړ چې جرګه زموږ په ګټه ده ځکه یې عبدالله عبدالله نه غواړي نو په ماشومانه ډول یې په ټولنیزو رسنیو کې رمباړې شروع کړې چې موږ لویه جرګه غواړو چې حاکم دولت صلب صلاحیت او د وطن راتلونکی وټاکي.

  • لویه جرګه د څه لپاره؟
  • لویه جرګه کې څوک دي؟

لویه جرګه یو ستر نوم او مقام دی چې سیاسیونو او بېرونیو جاسوسانو تل د خپلو موخو لپاره کارولې

لویه جرګه کې د وطن ملکان او مخور را ټولېږي چې اکثریت یې بې سواده او سیاسي بصیرت نه لري سیاسیون او بېروني جاسوسان ملت په لمسون راولي د نظام د صلب صلاحیت یا د نورو کړنو لپاره ملت د جرګې غوښتنه وکړي جرګه کې له قومي مشرانو سیاسي دلالان ګټه پورته کړي د ملت په مخ خړ لاس راکش کړي او خپله شومه پدیده د لویې جرګې قالب کې اجرا کړي دا ډول سیاست ته د استخباراتو مسلک کې د یو هیواد د کلتور منفي استعمال وایي لویه جرګه زموږ کلتور دی تقدس راته لري ځکه یې استخباراتي ماهیرین زموږ په ضد کاروي موږ یو هم د لویې جرګې د پرېکړې مقابل کې نه شو دریدلای ځکه کلتوري ارزښت لري قوم نادان دی د خاین په نظر راته ګوري. هغه ملکان چې نه د انسان له حقوقو خبر دي، نه په سیاست خبر دي، نه سواد لري کوم احتمال موجود دی چې داسې پرېکړه به وکړي چې زموږ په خیر به وي؟

زه په اوسني حالت کې چې جرګه استقلال نه لري د لویې جرګې مخالف یم
دویم د لویې جرګې د داخلي جوړښت او دایرېدو د میکانیزم مخالف یم خپلواکو وطنوالو او ډیموکراټیکو خوځښتونو ته برخه نه ورکوي!

  • جرګه که دا نظام لغوه کړي بدیل به څوک وي؟
  • جرګه کې به څوک ګډون کوي او څوک به له واک غورځوي؟
  • داسې حالت کې چې وطن د دښمن پارتیزاني جګړو کې ښکېل دی د جرګې جوړېدل او د دولت مشروعیت یا نامشروعیت اړین دی که د وطن ژغورل؟

خاینان به هېڅ کله ده جرګې مخالفت و نه کړي ځکه د هغوی موخه د لا ضعیف او بې باوره رژیم رامنځته کول دي!

هغه ریس جمهور چې ملت ټاکلی لنډغرو ته د منلو وړ نه دی نو هغه کاذب رژیم چې لویه جرګه کې یې څو خاینان ټاکي کوم مشروعیت لري؟

  • موږ هغه ملت یو چې خپل مسلم د انتخاب حق د نا مشروع جرګې قرباني کوو!
  • جرګه کې به هم همدا لنډغر او خرڅ پښتانه (مټکور) وي ولاکه ورڅخه ښاد شئ!

خبرې سل سریې یو په شعورانه ډول د افغانستان سیاسي موقف او د نړۍ نویو استخباراتي لوبو ته په کتلو د لویې جرګې د جوړېدو سخت مخالف یم او تاسو هم دا پیغام ړندو وطنوالو ته ورسوی او خپل رسالت ادا کړی!

Leave a Reply

Your email address will not be published.