د پښتون خوا مشهور سیاست وال وایې افغانستان ته د پاکستان صادرات طالبان دي

د پښتونخوا مشهور سیاستوال افراسیاب خټک وايي، افغانستان ته د پاکستان صادرات لا هم طالبان دي او تر اوسه دغه چاره لومړیتوب لري.
هغه پر خپل ټویټر د پاکستاني رسنیو ددغه راپور په غبرګون کې چې وايي افغانستان ته د سوداګریزو توکو په صادراتو کې ۲۷ سلنه کموالی راغلی وايي، پاکستان باید یو شی انتخاب کړي یا سوداګریز توکي افغانستان ته صادر کړي او یا هم طالبان.
هغه پر خپل ټویټر لیکلي، تر اوسه د پاکستان صادارت افغانستان ته طالبان دي او لا هم دغه صادارت ورته لومړیتوب لري نو ځکه په پولو کې د پاکستان عایدات کم شوي او افغانستان ته د سوداګریزو توکو د صادارتو کچه را ټيټه شوې ده.
دده په وینا تر هغه چې د پاکستان لومړیتوب د طالبانو صادرول وي، د توکو د صادرولو د لوړوالي تمه دې نه کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.