د پګواش کنفرانس، طالبان، اهداف یې او له افغانستانه ورغلی پلاوی

مخکې له دې چې د پګواش په کنفرانس کې د افغانستان څه د ورغلي هیئت په اړه څه ووایم، لومړی باید ووایو چې طالبانو د پګواش په غونډه کې د ګډون څخه هدف څه و او دا کنفرانس څنګه د څلور اړخیزه مذاکراتو سره په یو وخت کې دایریږي.

طالبان کرام مکمل په دې حقیقت رسیدلې چې د نړئ او سیمي حالاتو او په سیمه کې د امریکا د مخ پر زیاتیدونکې نفوذ ته په کتوسره او د نویو لوبغاړو په راښکاره کیدو سره طالبي لوبه یې نوره ختمه ده. دوئ اوس بلأخره په دې هم رسیدلی چې طالب ګل سیاسي استقلالیت هم نه درلود او نه یې اوس لري، او د سرنوشت فیصلي یې له امریکا چین او افغان دولتونو سره په څلور اړخیزه مذاکراتو کې د پاکستان لخوا د ای ایس ای نظامې چارواکې کوې.

دا خو نو ستر شرم او رسوایې ده. د ولسمشر غني دې خبري او هلو ځلو رنګ راوړ چې تل وایې چې “زمونږ جګړه تر طالب له مخه له پاکستان سره ده. بلکې له پاکستان سره په یوه نا اعلان شوي جګړه کې ښکیل یو”. او د همدې خبري په اساس ولسمشر غني نړئ او د سیمي هیوادونو مشران او حکومتونه په دې قانع کړل چې په پاکستان فشار راوړي چې نور دا بي هدفه او بي پایه جګړه پای ته ورسوي او د سیميزي همکاري او ترقي په خوا لاړ شي او د سیمي نورو هیوادونو او وګړو ته هم د ترقي او ژوند کولو موقع ورکړي.

په اسلام اباد کې د د استانبول پروسې – د اسیا زړه هیوادونو سیمه ایز کنفرانس په څلورمه ناسته کې ولسمشر غني سره د چین او امریکا په حضور او ضمانت سره ژمنه وشوه چې پاکستان به د ترویزم یعني طالبانو، حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو په ضد کوټلي ګامونه پورته کوې او په افغانستان کې د جهاد دا نه ختمیدونکې لړۍ به نوره پای ته رسوي. د اسلام اباد د ناستي نه وروسته په کابل کې د چین او امریکا لوړپوړو چارواکو له ولسمشر غني او د ملي امنیت له سلاکار حنیف اتمر سره هم څو تعقیبي ناستي لرلي چې وروسته بیا د سولي د مذاکراتو لپاره د څلور اړخیزه غونډو لړئ پیل شوه.

د پګواش په غونډه کې د طالب چڼو دومره پراخ او بلا قیده ګډون او له کابله د ملا فاروق اعظم او حاجي فرید په مشرۍ د ګڼ شمیر نیکټایې پوښو تالیبانو ګډون ددې ثبوت دی چې طالب غواړي خپل بایللی حیثیت وژغوري او ددې کار لپاره یې له کابل میشتو طالبانو چې یو سر یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم تړلی، څخه د همکارۍ غوښتنه کړې. دوئ ټوله هڅه وکړه چې د څلور اړخیزو مذاکراتو پروسه خچنه او اخلال کړې. خو فایده نلري. په اسلام او شریعت تجارت او د کاناډیانو په کنفرانس کې د نیکټایې دارو او پټکو لرونکو تالیبانو لخوا د ملاعمر فاتحه اخیستنه طالبانو ته د یوه سیاسي حرکت په توګه د مشروعیت ورکولو بله ناکامه هڅه وه.

مونږ ته ددغه غیر رسمي، او په عجله کې را بلل شوي کنفرانس یوه ګټه دا شوه چې د حکومت نیکټایې پوښه دښمنان مو نور هم ښه وپیژندل. داودزي کم او زیات دوه کاله د هیواد د کورنیو چارو وزارت مشري وکړه، دوه لکه نظامي پرسونل چې شپه ورځ، هر ګړئ له نامرده دښمن سره په جګړه کې بوخت و د عمر داودزي تر لاس لاندې کار کول. د داودزي د وزارت په دوره کې به تر دوه سوه زیاتي ځانمرګې حملي د همدې طالبانو لخوا په ملي امنیتي ځواکونو تر سره شوي وې چې د ملي امنیتي ځواکونو په زرګونو ځوانان یې شهیدان کړل او زرګونه نور یې ټپیان، د ټول عمر لپاره معیوب او په لکونو ماشومان یې یتیمان او ښځي یې کونډې کړي.

داودزی نن د هیواد د سرتیرو، بچیانو، وروڼو، دسر د دښمن فاتحي ته قطر ته ورغلی و. نن داودزی، شهراني او احدي چې د تیر حکومت فعال وزیران وو له طالبانو سره په یوه میز ناست و، داودزي د سرتیرو د قاتلانو د مشر د فاتحي په مراسمو کې هم ګډون وکړل. معنا دا چې ملا محمد عمر ته په قیادت او جهادت قائل شو او د هغوئ بي مطلبه، ناجایزي، او د افغان وژني دستوري جګړې ته یې د مشروعیت هڅه هم وکړه.

دا اوس داودزي، شهراني، او احدي څه وکړل چې د ملاعمر فاتحه یې په قطر کې واخیستله؟؟

داودزي، شهراني او احدې وښودله چې دوئ هم د زرګونو بي ګناه افغانانو او ملي امنیتي ځواکونو له قاتلیونو سره په وژنو کې شریک او یو لاس و. که ځلاند، حاجې فرید، خواصي او حسن حقیار د ملا عمر په فاتحه کې ګډون کوې نو خیر دی، هغوئ خو په ډاګه ځانو ته د پنجاب خواخوږي هم وایې، تلیفوني اړیکې هم ورسره لري، راپورونه هم ورکوې. نو داودزی او احدې چې د تیر دولت د کابیني غړي هم و، داودزي د جنګ وزارت هم رهبري کاوه، څنګه د سرتیرو له قاتل سره د ملت له نمایندګې اواجازي پرته د ملت په سرنوشت غږیږي؟

ځوانانو، د سیاسي شعور درلودونکو او په وطن مینو ځوانانو او هیوادوالو ته پکار دی چې لومړی خو په دې یقیني شي چې دا ناستي د شخصي اغراضو او امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره دې. ملت ته یې هیڅ ګټه نشته او نه هم د سولي له پروسي او د جګړي له ختمیدو سره تړاو لري او نه مغرضي هڅي مرسته کولای شي. ځکه که طالب د سیاسي پروسي په نوم څه پیژندلای دیارلس کاله مخکې به یې ددین په نوم له جګړي لاس اخیستي و او په سیاسي مبارزه او پروسه کې به یې ګډون کړی و، او په دیموکراتیک او قانوني لارو به یې ځانونه ثابت کړي و. ځکه نو حکومت، ولس او ټول باشعوره خلک په دې حقیقت رسیدلي چې زمونږ طرف د طالب په نوم څوک ندی، بلکې باید له پاکستان سره خبري وشي او هغه هم د نړئ د ضمانت او فشار په صورت کې.

نړئ په دې قانع کول چې پاکستان د دوئ د خلکو او هیوادونو په ضرر هم دی د یوي کامیابي ډیپلوماسي نتیجه ده. پاکستان په څلور اړخیزو مذاکراتو کې د نااعلان شوي جکړي د پایته رسولو لپاره مجبورول د یوه قوي ارادي څرګندوئ ده. غوره لار داده چې د هغي پروسي ملاتړ وکړو چې ولسمشر غني په لار اچولي ترڅو د ستونزي اصلي لامل او د جنګ له اصلي تولیدونکي او تمویلونکې پاکستان سره نتیجي ته ورسیږو. نوري ټولي غیر رسمي منډي ترړي شخصي دې، دستوري دې او هیڅ نتیجه پري مطلوبه نده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.