د ” پي ټي ام ” بل غړی ادریس پښتون هم د پنجاب له زندان خوشې شو محور؛ سه شنبه، د زمري میاشتې اتمه: د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړی ادریس پښتون د پاکستان هري پور زندان څخه ازاد شو. د ادریس نږدې ملګري میر کلام پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ادریس څو شېبې مخکې خوشې کړای شو. ادریس پښتون درې میاشتې مخکې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې هغه مهال د پاکستانیو ځواکونو له برید سره مخ او ونیول شو چې منظور پښتون سره موټر کې ناست او بلې سیمې ته روان و. ادریس د منظور پښتون له نږدې ملګرو څخه و چې هر سفر کې به یې د هغه ملتیا کوله. تېره اوونۍ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ بل غړی د پنجاب له زندان خوشې شو. محسن داوړ او علي وزیر لا هم د پاکستان حکومت په بند کې دي.
Leave a Reply