د څارګرې ادارې موثق ثبوت؛ پاکستان وايي د افغانستان بریدونو کې لاس نه لرو

د څارګرې ادارې موثق ثبوت؛ پاکستان وايي د افغانستان بریدونو کې لاس نه لرو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغانستان کې وروستیو شویو ترهګریزو بریدونو کې کوم لاس نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په یوه ټویټ کې ویلي، په ښکاره تور لګول به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د شویو تفاهماتو پر روحیې بد تاثیر وکړي.

د افغانستان ملي امنیت ریاست د جمعې په ورځ هغه کره اسناد رسنیو ته په واک کې ورکړل چې ښکاره کوي پاکستان د کندهار پر امنیه قوماندانۍ برید کې لاس درلود.

ملي امنیت ویلي و: د کندهار برید د پاکستان له چمن څخه رهبري کېده.

د ملي امنیت عمومي ریاست په دې اړه یو  غږیز پیغام هم خپور کړی و.

افغانستان کې ډېری نیول شویو ځانمرګو هم اعتراف کړی چې د بریدونو روزنه یې د پاکستان په مختلفونو ښارونو کې لیدلې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.